د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګي بریدکې ۷ وژل شوي ۲۲ ټپیان دي


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دا ځانمرګی برید وو، او په یوه موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دا ځانمرګی برید وو، او په یوه موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار د نن مازدیګر په ځانمرګي برید کې اووه تنه وژل شوي او دوه ویشت تنه نور بیا ټپیان دي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئيس محمد اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې د کابل ښار روغتونونو ته د نن ورځې د مازدیګر د څلور نیمو بجو د ځانمرګي برید له امله د اوو وژل شوو، او دوه ویشت ټپیان ور وړل شوي دي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په ننني برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي، او یو دېرش بیا ټپیان شوي دي.

نن مازدیګر څلور نیمې بجې شاوخوا د کابل ښار د مرادخانۍ په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې مخې ته ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دا ځانمرګی برید وو، او په یوه موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو.

ظاهرا ددغه ځانمرګي برید هدف ندی معلوم خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ددغه ځانمرګي برید هدف ملکي وګړي وو.

لا هم تراوسه چا ددې پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخېستی.

دا د دیارلس سوه څلور نوي اووم لمریز کال له پيل راهیسې لومړی ځانمرګی دی، چې په پلازمینه کابل کې کیږي.

XS
SM
MD
LG