د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرګي برید یو وژلی او۳۱یې ټپیان کړي


دغه برید د یوې مدرسې سره نږدې شوی چې په ټپیانو کې یې ډیر د همدې مدرسې زده کوونکي دي
دغه برید د یوې مدرسې سره نږدې شوی چې په ټپیانو کې یې ډیر د همدې مدرسې زده کوونکي دي

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ختیځې خوا کې د ځانمرګي برید له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳نور ټپيان شوي چېاکثره یې ماشومان دي.

نن سهار په اتو بجو په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ختیځي خوا کې د هوا پیژندلو د دفتر سره نږدې یو ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، د اکثره ټپي شوو کسانو ټپونه برسیرن دي، چې د کړکیو د شیشو د ماتیدو له امله ټپيان شوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند محمد اسمعیل کاوسي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د اتو ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه چې ټول ملکي وګړي دي ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندان پر وینا، برید په داسې ځای کې شوی چې ورکې پوځي تاسیسات نشته او د ملکي وګړو د استوګنې سیمه ده.

عبدالرحمان رحیمي وویل، د چاودنې له امله په سیمه کې د هټيو او کورونو په ګډون یوه مدرسه هم زیانمنه شوې ده.

خو د پېښې عیني شاهدان وايي، د بریدګر هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان وو چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د کابل پولیسو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت خبر نه دی تائید کړی.

بلخوا طالبانو د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په برید کې یې ګڼ شمیر بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG