د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پولیس: د ننني برید هدف میرمن بارکزۍ وه


میرمن شکریه بارکزۍ (ارشیف)
میرمن شکریه بارکزۍ (ارشیف)

امنیتي چارواکي وايي چې په کابل کې د نن ورځې د برید هدف چې لږ تر لږه درې تنه یې وژلي او تر لسو ډير یې ټپیان کړي دي د ولسي جرګې غړې میرمن شکریه بارکزۍ وه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل نن یکشنبې د سهار په لسو بجو د کابل ښار د شپږمې حوزې د دارالآمان په سړک یوه ځانمرګي بریدکوونکي له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته هغه مهال چاودنه ورکړه کله چې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې په دې برید کې یو شمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق شمیر یې لا څرګند نه دی.

د ښاغلي ستانکزي پر وینا بریدکوونکي میرمن شکریه بارکزی په نښه کړی وه خو هغه د میرمن بارکزۍ د ټپي کیدو په باب څه و نه ویل.

بلخوا د افغانستان له ارګ ماڼۍ څخه په خپور شوي یو بیان کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې پر غړې میرمن بارکزۍ ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ په دې بیان کې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې ویل شوي چې په دې برید کې میرمن بارکزی برسیرنه ټپي شوې، دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي دي.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر غني افغان امنیتي چارواکو ته د دې چاودنې د څرنګوالي معلومولو لپاره د جدي څیړنو امر کړی دی.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا برید موټر بم چاودنه وه چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG