د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او داعش بریدونو کابل کې "اوه تنه" ووژل


د کابل په دیارلسمې او لسمې حوزو سره نږدې د ځانمرګو بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو دغو حوزو ته غځیدلي لارې ټړلي دي.
د کابل په دیارلسمې او لسمې حوزو سره نږدې د ځانمرګو بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو دغو حوزو ته غځیدلي لارې ټړلي دي.

د کابل په ښار کې په دوو ډله ییزو بریدونو کې د چارواکو په خبره اوه تنه وژل شوي او ۱٧ نور ژوبل دي.

بریدونه د چهارشنبي په ورځ (مۍ ۹) د کابل ښار کې د دیارلسمې او لسمې امنیتي حوزو اړوندو سیمو کې وشول.

افغان امنیتي مقاماتو ویلي دي چې دغه دواړه بریدونه د بریدگرو په وژل کیدو پای ته رسیدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح دمخه د امریکا غږ ته ویلي وو چې له دواړو بریدونو څخه پنځه وژل شوي او ۱۶ زخمیان روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمګ خبریالانو ته وویل چې په دیارلسمې امنیتي حوزه کې باندې کې دوه پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي.

طالبانو د یو برید او داعش ډلې د بل برید مسولیت منلی دی. خو د افغانستان ملي امنیت په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بریدونه د حقاني شبکې د پاکستان د لشکر طیبه په مرسته کړي دي او "شواهد او اسناد" لري چې دا خبره ثابته کړي.

ویس احمد برمک وویل د کابل د لسمې امنیتي حوزې اړوند د شهرنو په سیمه کې د اسیا پرمختایي بانک پر ودانۍ باندې برید لا پای ته نه دی رسیدلی او دوه یا درې بریدګر لا هم په دې سیمه کې ځانونونه پټ کړي دي.

هغه وویل، چې د لسمې حوزې سره په برید کې د تلفاتو په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو هغه په دې برید کې د تلفاتو احتمال هم رد نه کړ.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر د کابل په لویدیځه خوا کې د مهتاب قلعه په سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسیدلو وړاندې پولیسو پیژندلی او وژلی دی. هغه وویل، چې د مهتاب قلعه په سیمه کې په برید کې یو تن ټپي شوی، چې رغتون ته رسول شوی او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته ویلي وو چې د ښار د دیارلسمي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې وسله والو ډله ییز برید کړی او لږ وروسته د لسمې امنیتي حوزې سره نږدې وسله والو بل ډله ییز برید کړی دی.

نوموړي وویل په لسمه امنیتي حوزه کې د حوزې په کوڅه کې چې د څو نورو ادارو دفترونه هم شته، هلته دوه چاودنې شوي، هلته هم وسله وال یوې ودانۍ ته ننوتي دي او تصفیوي عملیات پیل شوي.

ښاغلي دانش دا خبره هم کړې وه چې د بریدونو له دواړو ځایونو تراوسه پنځه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، خو ښاغلي دانش دا هم وویل چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي، د تلفاتو شمیر تر دې زیات شي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح وايي، چې د برید له دواړو ځایونو تر اوسه شپږ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG