د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګي برید کې د ملي اردو ٦ کارکوونکي وژل شوي


د کابل د نن ورځې د برید ځای
د کابل د نن ورځې د برید ځای

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت محمد وزیري امریکا غږ ته وویل چې د کابل د تره خېلو په سیمه کې د ننني ځانمرګي برید په پایله کې د ملي اردو شپږ کارکونکي وژل شوي او دوولس نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي وزیري وویل دا ځانمرګی برید د ملي اردو د عملیې په لېږدونکي موټر شوی او له امله یې د ملي اردو پنځه سرتیري وژل شوي، او دوولس نور بیا ټپي شوي دي.

جنرال وزیر وویل ‪"‬متاسفانه د کاسټر په موټر دا ځانمرګی شوی، دوی د ملي اردو اړوند منسوبین وو، پېښه دقیقا د تره خېلو په تنګي سیمه کې شوې ده.‪"‬

د پیښې وروسته د ملي دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې په دغه برید کې یو ټپي روغتون ته په لاره ساه ورکړې چې ورسره په برید کې د وژل شوو شمیر شپږ تنو او د ټبیانو شمیر یوولسو تنو ته رسیدلی دی

د ملي دفاع وزارت رسنیز بیان بیا ویلي، چې په کاسټر کې ناست منسوبین د ۱۱۱ فرقې وو.

بل لورته د کابل امنیه قومندانۍ ویلي، چې دا پېښه نن سهار په اوو بجو او پنځلسو دقیقو شوې ده او د ملي اردو د عملیې موټر یې په نښه کړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ ته وویل ځانمرګي بریدکوونکي چاودیدونکي مواد له ځان پورې تړلي وو.

د کابل امنیه قومندانۍ د پېښې په تړاوو ویلي، چې درې ملکي وګړي هم پکې ټپیان شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې د ملي دفاع د وزارت ۲۸ کارکونکي وژلي دي.

دا لومړی نه بلکې څوم ځل دی چې د ملي دفاع وزارت د عملیې په موټرو ځانمرګي بریدونه کیږي.

د لندن تر کنفرانس وړاندې په اوونۍ کې کابل د مسلسلو ځانمرګو بریدونو شاهد وو، خو په تېرو څو ورځو کې دا ښار له ځانمرګو په امان وو، د قوس تر نهمې نېټې په کابل ښار کې درې ځانمرګي بریدونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG