د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د مالیو د لوړیدلو په اعتراض کې نن دوکانونه تړلي وو


لاریون کوونکو ویل، چې پدې وروستیو کې د دوی د دوکانونو مالیه څو چنده شوې ده
لاریون کوونکو ویل، چې پدې وروستیو کې د دوی د دوکانونو مالیه څو چنده شوې ده

په کابل کې په سلګونو دوکاندارانو د ښار په مختلفو سیمو کې خپل دوکانونه د اعتراض په ډول تړلي وو او هر ډول راکړه او ورکړه یې بنده کړې وه.

د کابل ښار د شهرنو، منډوي، د نادر پښتون جادې او د ښار په نورو سیمو کې دوکانونه ددې له امله تړلي وو، چې د کاندارانو په ويناء د حکومت له لورې پرې لوړه ماليه ټاکل شوې او ددې مالیې د ورکړې توان نه لري.

د کابل دوکاندارانو نه یوازې خپل دوکانونه د اعتراض په ډول تړلي وو، بلکې په پښتونستان واټ کې یې لاریون هم وکړ او په لاریون کې یې د ماليې له وزارت غوښتل چې په دوکاندارانو د مالیه راکمه کړي او دوی ددې وس نه لري، چې لوړه مالیه تحویل کړي.

لاریون کوونکو ویل، چې پدې وروستیو کې د دوی د دوکانونو مالیه څو چنده شوې ده.

عبدالولي چې خپله یو دوکاندار دی، امریکا غږ ته وویل دوه سوه نه نېولې تر درې سوه چنده پورې په هر دوکاندار مالیه زیاته شوې ده، هغه وايي، که پخوا د یوه کاندار مالیه لس زره افغانۍ وه اوس پنځوس زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغو لاریون کوونکو ویل تر هغو به خپل دوکانونه یې تړلي وي، ترڅو چې یې غږ نه وي اورېدل شوی.

جان اغا یو بل لاریون کوونکی دی، هغه وویل ‪"‬ترهغو چې دا مالیه راکمه نه شي، مونږ پنځلس ورځې هم لاریون کوو، دوکانونه به مو تړلي وي.‪"‬

یوه بل لاریون کوونکي بیا وویل د اصنافو د فعالیت د جواز قیمت هم لوړ شوی دی.

خو بل لورته د مالیې وزارت بیا وايي، چې مالیه لوړه شوې، خو اصلي علت د مالیې د لوړېدو دا دی، چې د کابل ښار په شپږمه، اوومه او دوهمه حوزه کې د دوکاندارانو درجه بندي شوې، او دا چې ددغو دوکانونو خرڅلاوو زیات شوی، نو مالیه یې هم لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني امریکا غږ ته وویل ‪"‬مونږ درې کټګوریو کې مالیه له دوکانونو اخلو، له یوې افغانۍ تر شپېتو زرو افغانیو معاف، له شپېتو زرو تر یو نیم لک بیا دوه زره افغانۍ مالیه ده او له یو نیم لک نه تر پنځو لکو پورې اته زره افغانۍ مالیه ده. دا چې اصنافو درجه بندي شوې، د دوی عاید ښه شوی، نو ځکه مالیه یې هم لوړه شوې ده.‪"‬

بل لورته د ښار اوسېدونکي بیا ددغو لاریونونو او د دوکانونو له تړلو سرګردانه شوي، د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله وايي ‪"‬لاړم ښار ته چې ډوډۍ واخلم، ډوډۍ نانوايي کې نه وه، د ډوډۍ قیمت تر څلوېښتو افغانیو لوړ شوی وو.‪"‬

بل لورته ددغه لاریون له امله په ښار کې د تګ او راتګ مخه خنډ شوې وه او لارې د ترافیکو پرمخ بندې وې

XS
SM
MD
LG