د لاس رسي وړ اتصالات

د کجکي د بند توربینونه


د کجکي بند کې دا مهال د برېښنا د توليد لپاره درې توربینونه نصب شوي.

په ۱۳۷۸ لمريز کال کې ددې بند درېیم توربين د ۵۰۰۰ سرتيرو په ملتيا کجکي ته انتقال او نصب شوی و.

د برېښنا دغه درې توربينونه د ۵۱.۵ ميګا واټه برېښنا توليدوي او د لښکرګاه سربېره د هلمند شمالي ولسوالۍ او د کندهار ښار روښانه کوي خو د اوبو د کمبود له امله ۳۰ ميګاواټه برېښنا توليدوي.

په ۲۰۱۸ کال کې ددې توربين ترڅنګ نوی فاز چې څلور توربينونه او د سل ميګا واټه برق توليد ظرفيت به ولري د يو ترکي شرکت له لورې پيل شوې او په ۲۰۲۴ کال کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

چې په دې سره به د برېښنا د توليد ظرفيت ۱۵۱.۵ ميګا واټو ته لوړ شي.

د کجکي د بند توربینونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

دغه بند د ۲.۸ ميليارده متر مکعبه اوبو د مهارولو ظرفیت لري.

د کجکي بند سل متره اوږد دی او ۲۲۹۰ متره پلن دی.

د کجکي بند د هلمند د اوبو له دوو بندونو څخه یو دی چې په شمالي ولسوالۍ کجکي کې د هلمند پر سيند رغول شوی دی.

ياد بند د هلمند په زراعت کې رغنده رول لري او د چارواکو په خبره د هلمند ۱۸۰۰ کيليومتر مربع وچې ځمکې خړوبوي.

د کجکي تر بند وروسته د هلمند سيند تر ۵۰۰ کيلو متره پورې لاندې بهیږي او ايران او افغانستان پر پوله د هلمند هامون سیند ته بهيږي.

ددې بند په جوړېدو سره د هلمند د سيند اوبه د ۲.۸ میليارده متر مکعبه په اندازه مهار شوي چې د ايران او افغانستان تر منځ دهمدغو اوبو پر سر اړيکې ترينګلي کړي دي.

XS
SM
MD
LG