د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کمال خان بند د اوبو خوشي کولو په اړه وضاحت ورکړ


کمال خان اوبو بند
کمال خان اوبو بند

وروسته تر هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشي کولو په اړه راپورونه خپارل شوې طالب چارواکي وايي، دغه اوبه یې د سیمې اوسېدونکو په غوښتنه خوشي کړي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹( ویلي: "کوم خبرونه چې د بېګاه راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي دا حقیقت نلري... د کمال خان بند لاندې سیمې چې دي، د هغه خلکو بزګرانو په بار بار غوښتنې کړي دي عریضې کړي وې د نیمروز ولایت مقام ته، هلته یې د اوبو رسولو ریاست ته عریضې کړي وې چې د کمال خان بند اوبه را پارچاو کړي."

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې د اوسېدونکو تر یادې غوښتنې وروسته د طالبانو د اوبو او برېښنا د وزیر په امر دغه اوبه ورخوشي شوي دي.

د یاد وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې وروستیو اورښتونو د کمال خان بند کاسه ډکه کړې ده.

مخکې داسې راپورونه خپاري شول چې طالب چارواکو یادې اوبه ایران ته خوشي کړي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را وپارول.

کمال خان بند چې کلونه مخکې د جوړېدو کارونه پيل شوي، د روان کال په وروي میاشت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شو.

د کمال خان اوبو بند د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ کال کې د جوړولو کار پیل شوی و. خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي و.

په یاد بند کې د اوبو ذخیره کولو بهیر د ( ۱۳۹۹ کال په سلواغې) میاشت کې پيل شوی و. کمال خان بند د ۱۷ متره په جګوالي سره د ۵۲ میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

دغه بند د نیمروز مرکز زرنج څخه په ۹۵ کیلومترۍ کې ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG