د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په نشه روږدي کسان تر درملنه وروسته بیا روږدي شوي


په کندهار کې نشه روږدي کسان تر درملنه وروسته بیا په نشه روږدي شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

په کندهار کې په نشه روږدي کسان وايې چې د نشه يي توکو د پراخ موجودیت له کبله تر درملنه وروسته بیا په نشه روږدي شوي.

دغه بستر معتادین زیاته وي چې که د نشه يي توکو د پلور مخه ونه نیول شي، تر درملنه لاندي کسان په اسانی سره بیرته نشي توکو ته مخه کوي.

پدغه روغتیايي مرکز کې په نشه روږدي ۷۰ تنه تر درملنې لاندي دي. په دوی کې ځيني داسي کسان هم شته چې څو ځله یې درملنه شوی.

نعمت الله وايې چې پنځه ځله یې درملنه شوی خو له روغتون څخه تر وتلو څو ورځې وروسته يې بیرتنه نشې ته مخه کړې.

د نشه يي توکو د کارو بار مخ نیوی تر درملنه لاندي معتادین د ستونزي د حل یوازنۍ حل لار ګڼي. دوی زیاته وي چې نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی د نشه يي توکو د معتادینو د شمېر د زیات والي اساسي سبب دی.

حیدر جان د پوليسو په لیکو کې د کلونو لپاره دنده لري. دی زیاته وي چې دوه ځله يې مخکې هم درملنه کړې خو خپلو معتادو ملګرو بیرته نشې کولو ته هڅولی.

د کندهار پوليس مقامات وايې چې د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې زیات پام دې ته هم کوي چې د نشه يي توکو کوچني پلورونکې یا ساقیان ونيسي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليس مني چې نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی یوه جدي ستونزه ده، خو پر وړاندي يې دوی خپله مبارزه هم چټکه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG