د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې دیوه لوي بریدمخه نیول شوې


Archive
Archive
د کندهار د ملي امنیت مامورینو پدې ولايت کې د پنځو انتحاري برید کونکو په ګډون لس کسیزه وسلواله ډله نیولې چې غوښتل یې د ولایت پر ودانۍ، هوایې ډګر، د ښار په ګڼه ګوڼه سیمو او ځینو مهموشخصیتونو باندې حملې وکړي.

دکندهاردوالي ویاند وايي چي په نیول شویوکسانوکې پنځه انتحاري بریدکونکې شامل دي چي غوښتل يې په ډله ییزه توګه دوالي پردفتربریدوکړي .
نیول شوی کسانو رسنیوته وويل چي بریدپلان دافغانستان له سرحداتو دباندي جوړشوی وو اودکوټي شوراله لوري رهبري کیدی.

په عین حال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ښځينه غړي وژل شوي دي. دکندهارد والي ویاند وايي چي وژل شوي ښځي د اخترخېلو په کلي کې د خپلو خپلوانو کورته تللې چې د ماین چاودنه پر وشوه. نوموړی زیاتوي چې د دولت وسله والو مخالفينو په عزيز خيلو کلي کې پر عامه لار ماين ښخ کړى وو چي دغه ښځې د پلي تګ پر مهال پرې ختلي دي.

دغه راز تردې يوه ورځ مخکې دزابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د ماین په یوې خونړۍ چاودنه کې د۶ ملکي کسانو په ګډون ۹تنه ووژل شول او۱۲تنه نورملکي کسان ټپیان شول .

د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار وايي چي د ولسوالۍ په کلاخیلو سیمه کې د سیمه ييزو پوليسو یوقومندان دتګ په حال کې وو چي دسپرلۍ پرموټريې دماین چاودنه وشوه .


په زابل او کندهارکې دملکي کسانو دوژنې په غبرګون کې په جنوب کې د بشري حقونوسیمه ییز دفتروايي چي په وروستیو څومیاشتو کې دسړک د غاړي دماینونو په چاودنوکې دملکي خلګو تلفات زیات شوي او دوي يې خورا اندېښمن کړي دي .

نوموړی کمیسیون وايي چي دملکي بې دفاع وګړو تلفات چي د جګړې دښکېلو غاړوسره هیڅ تړاونلري په څرګنده توګه دبشري حقونو ضدعمل دی او د عاملینو د نیولواومحاکمې غوښتنه يې کړې .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG