د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار د هوايي ډګر قوماندان بهر ته د پیسو د قاچاق په تور نیول شوی


کندهار امنیتي چارواکي وایي د دغه ولایت د هوايي ډګر قوماندان سمونوال اسدالله تېر ماښام دپوليسو له خوا هغه مهال ونيول شو چې د پنځه اعشاریه پنځه ميلیونه سعودي ریالونو د انتقال هڅه يې کوله.

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې د غیرې قانوني پيسو د انتقال په جرم د کندهار د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو د قومندان پلټنې به په راتلونکو دوو ورځو کې پشپړې شي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کندهار امنیه قومندان پخپله د هوايي ډګر د پوليسو د قومندان قضیه څيړي.

څارمن دراني وویل " سمونوال اسدالله د پنځه اعشاریه پنځه ميلیونه سعودي ریال سره لاس په لاس نیول شوی چې هڅه يې کوله دوبۍ ته يې په یوه الوتنه کې انتقال کړي چي د سرحدي پوليسو له لوري ونیول شو او اوس په زندان کې دی".

ښاغلي دراني زیاته کړه چې تر راتلونکو دوو ورځو پوري به روښانه شي چې دا پیۍې په چا پورې اړه لري او د کوم هدف لپاره دوبۍ ته انتقالیدې.

نوموړي دغه راز وویل چې که چیرې په تېر کې دغه ډول نور انتقالات شوي وي هغه به هم تر پلټنو وروسته څرګند شي.

د کندهار د نړیوال هوايي ډګر د الوتنو او مسافرینو د امنیت چارې یوه بهرنۍ قرار دادي امنیتي کمپنۍ او سرحدي پوليس په ګډه تر سره کوي.

د کندهار دنړیوال هوايي ډګر رئیس احمدالله فیضي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل "افغانستان د نړیوالو هوايي ډګرونو د سازمانو "ای کاو" غړیتوب لري او پر دې اساس هیڅوک نشي کولای چې تر شل زره ډالرو زیاتې نغدې پیسې له ځان سره بهر ته انتقال کړي".

نوموړي زیاته کړه چې تر دې مخکې په کندهار هوايي ډګر کې د پيسو د انتقال داسې پېښه نده رامنځ ته شوې.

په کندهار کې د غیرې قانوني پیسو د انتقال په تور د پوليسو د یوه لوړ پوړي منصبدار د نیول کیدو دا لمړنی پېښه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG