ترنسبي کرارۍ وروسته کندهارنن بيا د ۲ ځاڼمرګو بريدونو شاهد وو چې په کښي ۲۰ تنوته مرګ ژوبله واوښته داځل دسپين بولدک والسوالۍ انکشافي شوراپه نښه شوه چي په اونۍ کې يې يوځل غړي پخپلوکې غونډه کوي . دبريدمسئوليت وسله والوطالبانومنلی دی.
دکندهارپه نننيوځانمرګوبريدونوکې ټول ۲۰ تنوته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵ تنه پکښي وژل شوي او۱۵ تنه نورپکښی ټپیان شوي دي .
په وژل شويوکسانوکې يو د واکسين مامور، ۲ دشوراغړي او۲ عام خلګ شامل دي اوپه ټپیانوکې عام خلګ او دشوراغړي دواړه شامل دي .
سيمه ييزمقامات وايي چي د والسوالۍ دانکشافي شوراغړو نن اونيزه غونډه لرل چي ۲ تنه ځانمرګي بريدکونکو دموټرپه وسيله ورباندي بريدوکړ. دبريدپرمهال دشورامخې ته ګڼ شمیر هغه کسان هم راغونډشوي وو چي دخپلوکليوالي ستونزو دحل لپاره شوراته عارض شوي وو .
دکندهارامنيه قومندان جنرال عبدالرازق خبريالانوته وويل چي له ۲ تنوځانمرګو بريدکونکوڅخه يې يوه دانکشافي شورا د ودانۍ په دروازه کې اودوهم يې دموټرپه وسيله دودانۍ دننه چاودنه کړې . دنوموړي په ويناچي دواړه بريدکونکې په وسلوهم سمبال وو اوترچاودنومخکې يې دشوراپرامنيتي ساتونکوباندي ډزي هم کړي .
تربريد وروسته ولسمشر کرزي د پېښې په خاطر دخواشینۍ د څرګندولوترڅنګ دپېښي پرڅوتنوټپیانو دتليفون په وسيله پوښتنه هم وکړل. دوسله والوطالبانووياند دبريدمسئولیت منلی دی . قاري يوسف احمدي رسنيوته تليفوني پیغام کې ويلي چی ۲ ملګرو يې د بولدک پرانکشافي شورا په بريد کې دشورا دغړو په ګډون ۸ تنه وژلي دي .
سپین بولدک دکندهاريوه له ترټولو ګڼ میشته والسواليوڅخه ده چي د ډيورنډ له پولي سره پرته ده . امنيتي مقامات دپولي پوري خواته دافغان دولت وسله وال مخالفين ډیرفعال بولي اووايي چي آن دهغوی دروزنې مرکزونه هم په ډيرو معلوموځايونوکې دي .
عزیزالله پوپل- کندهار