د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د واده یو موټر په ماین ختلی دی


ارشیف
ارشیف
په کندهار کې یو ځل بیا د واده پر یوه موټر ماین چاودلی دی د یوې کورنۍ دوه تنه په کښي وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.


د میوند ولسوال صالح محمد نورزي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې تیر ماښام د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلومیتره وړاندې د شیرعلي کاریز په سیمه کې د واده پر یوه موټر ماین وچاودیده چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

نورزي د پیښې په هکله وویل چې په یوه ټونیس موټر کې ښځې، ماشومان او نارینه سپاره وو چې د نورزي په وینا د مخالفینو لخوا پریوه تازه ښخ شوي ماین وخته او واده یې په غم بدل کړ.

نورزی وايي چي په ټپیانو کې دوه ښځې او پاته نور یې ماشومان او سړي دي چې پولیسو د درملنې لپاره ‎د کندهار د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي .

په افغانستان کې د سړک دغاړي ماینونه د ملکي تلفاتو په برخه کې د لوی عامل په توګه ګڼل کیږي .

تر اوسه وسلوالو طالبانو ددی پیښې په هکله تبصره نه ده کړې.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG