افغان پولیس وايي، د کندهار په دامان کې د یوه بس د اوښتلو په پیښه کې لږ تر لږه ٢٦ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپیان شوي دي.
د ترافیکو یوه مقام محمدالله خان وویل، چې بس د زیات سرعت په سبب له سړک نه ووت او بیا چپه شو. ده وویل بس کابل خواته روان ؤ.
تراوسه نه دی څرگند چې څومره کسان په دې بس کې سپاره وو.