د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کبانو د روزلو څه باندې ۱۵۰۰ فارمونه شته


آرشیف
آرشیف

د کندهار د کرنې او مالدارۍ اداره وایې چې په دغه ولایت کې د کبانو د روزلو فارمونه زیات شوي دي.

د شمېرو له مخې په کال کې ۲۰۰ ټُنه د کبانو غوښه په مارکېټونو کې خرڅېږي.

په کندهار کې د کبانو خوراک له پخوا څخه رواج دی او د "توپخانې بازار" کې یې دوکانونه زیات شهرت لري.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج ادارې مدير انجنیر محمد الله وایې چې اوس په کندهار کې د کبانو د روزلو ۱۵۰۰ فارمونه شته.

د انجنیر محمدالله په وینا کندهار د کبانو د روزنې او تولید په برخه کې د هیواد په کچه لمړی مقام لري.

ماهي پلورونکي وایې چې مشتریان یې تازه ماهیان خوښوي. د کندهار ښار په لویدیځ، باغ پُل کې د کبانو پلورونکی محمد ابراهیم وايې چې د کندهار کبانو خوراک ته له لېرې پرتو کلیو او بانډو څخه خلک راځي.

پخوا وختونو کې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداب او هلمند د رودونو له ماهیانو څخه استفاده کېدله خو اوس یې وچکالیو نسل ختم کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ ریاست مسئولین وايې چې د کبانو د روزلو تجربه په کندهار کې بریالۍ ثابته شوې او اوس لدې ولایت څخه نورو سیمو ته کبان صادرېږي.

کندهار کې د کبانو د روزلو څه باندې ۱۵۰۰ فارمونه شته
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

XS
SM
MD
LG