د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرازق: د کندهار په ځینو ولسوالیو کې ولسوالان نشته


Archive
Archive
د کندهار امنيه قومندان او په جنوب کې د سرحدي پوليسو درستیزوال جنرال عبدالرازق وايي چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملکي حکومتدارۍ ضعف نا امني رامنځ ته کړې ده.

نوموړي د ډیورنډ کرښي ته نږدې د معروف او ریګستان ولسوالیو څخه د لیدنې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.

د کندهار د لیرو پرتو ولسوالیو د ځايي او سیدونکو تر شکایت وروسته امنيتي چارواکي هم پردې نیوکه کوي چي یادې سيمې له پامه غورځېدلي دي .

د کندهار امنیه قوماندان او په جنوب کې د سرحدي پولیسو درستیزوال جنرال عبدالرازق امریکا غږ ته وويل چې په یادو ولسوالیو کې ځايي خلګ له زیات شمیر ستونزو سره مخ دي او د ناامنیو لوي لامل هم همدا دی .

نوموړي په ځانګړي ډول د کندهار د ميانشين ، غورک ، معروف او ريګستان ولسوالۍ يادي کړې چې اوسیدونکي يې د روغتيايي اسانتياو په ګډون پوهنې ، کرنې او آن د چښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نلري .

جنرال رازق وايي چې ملكي حکومتداري په يادو ولسواليو کې د ضعف په حال کې ده او دا چي ولسوالان يې تر ډيره د خپلې دندې د سیمه پرځای په کندهار ښار کې اوسيږي .

د کندهار مرسيتال والي عبدالقديم پتيال هم مني چي په يو شمېر ولسواليو کې ملکي حکومتداري له څنګه چي ښايي هغسي نده . خو نوموړی يې لامل ناامني بولي چي له کبله يې ملکي مامورین په لیرو پرتو ولسوالیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي .

نوموړی وايي كه ځايي خلګ ورسره د امنيت په تامين كي مرسته وكړي نو دوي به هم ښه حكومتداري پياوړې كړي. دی زیاتوي چي په ځينو ولسواليو كي دا كار شوی دی .

د کندهار د یوشمېر شمالي او جنوبي ولسواليو اوسیدونکي په پرله پسې توګه شکایت کوي چي د ولسوالیو ترمنځ د متوازن انکشاف عدم موجودیت لویه ستونزه ده .

دوي پردې هم نیوکه کوي چې پخوا د پراخو منابعو په موجودیت کې د بیارغاونې او عامه خدماتو د پروژو څخه لویه برخه کندهار ښار ته په ورڅېرمه ولسواليو کي عملي شوې .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG