د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ٢٥ تنو ته ورسيد


د کندهار والي حیات الله حیات امريکا غږ ته وويل:

د وروستيو ورښتونو او سیلابونو له امله د دغه ولايت٢٥ تنه مړه او ٥٠تنه ټپيان شوي، ٧٠٠٠جريبه زراعتي ځمکه ،۴٨٨٣کورونه ړنگ او یا هم تخريب شوي ،ښوونځي ، جوماتونه،زراعتي برمې او کاريزونو ته ډير زيان رسیدلې.

د کندهار والي حیات الله حیات
د کندهار والي حیات الله حیات

د کندهار والي ويل وروستيو پیښو ته په کتو جمهور ريس محمد اشرف غني نن ماښام د ويديو کنفرانس له لارې ور ته هدایت ورکړې چې د مرکز څخه دکندهار متضرره کورنيو سره د عا جلو مرستو تر رسیدو دی د ولایتي شتو امکاناتو او ظرفيتونو نه په پوره اندازه استفاده وشي.

ښاغلي حیات زیاته کړه مصیبت ځپلو او بی ځایه شویو کورنیو لپاره يې مرستې په دوو بيړنۍ او اساسي برخو ويشلي دي.

امريکا غږ سره د کندهار د والي مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:25 0:00
XS
SM
MD
LG