د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په میرویس روغتون کې د ناروغانو وړیا درملنه


د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې څانګه یوازې ۱۸۵ بسترونه لري، خو ډاکټران وايي، په اوسط ډول هره ورځ له ۳۰۰ ډېر ماشومان تداوي کوي.
د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې څانګه یوازې ۱۸۵ بسترونه لري، خو ډاکټران وايي، په اوسط ډول هره ورځ له ۳۰۰ ډېر ماشومان تداوي کوي.

په کندهار کې د تر ټولو لوی روغتون مسولین وايي په محدودو امکاناتو د ناروغانو درملنه کوي او د اسانتیاوو او طبي کارکوونکو په برخه کې د ظرفیتونو د لوړولو غوښتنه کوي.

د ميرويس حوزوي روغتون ډاکتران وايي، په تېر اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې دغه رغتون ته د مراجعه کوونکو ناروغانو شمېر ډېر لوړ شوی دی.

دا ۶۸۰ بستریز روغتون چې ۸۰۰ روغتیايي کارکوونکي لري، د افغانستان د جنوب لویدیځې حوزې نږدې شپږ میلیونو خلکو ته وړیا خدمات وړاندې کوي.

د میرویس حوزوي روغتون رئیس نعمت الله شهزاد وايي، دا روغتون په ۱۹۷۰ لسيزه کې د کندهار د ۴۰۰ زرو کسانو لپاره جوړ شوی و، نه د ټولې سيمې لپاره. هغه زیاتوي چې دې روغتون ته اوس له ګاونډیو ولایتونو څخه هم ګڼ شمیر ناروغان د درملنې لپاره راځي.

د روغتون مسولین وايي، هره ورځ د شاوخوا ۱۵۰۰ ناروغانو درملنه کوي. د ماشومانو برخه ددغه روغتون تو ټولو مصروفه څانګه ده. ددې برخې ډاکتران وايي، د روغتون تر امکاناتو زیاتې میندوارې میرمنې ورته مراجعه کوي.

د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې څانګه یوازې ۱۸۵ بسترونه لري، خو ډاکټران وايي، په اوسط ډول هره ورځ له ۳۰۰ ډېر ماشومان تداوي کوي. شاوخوا سل ډاکټران او نرسان په دې برخه کې کار کوي.

ددې څانګې مشر ډاکتر صدیق وايي، د مراجعه کوونکو د شمېر د زیاتولي له امله مجبور دي چې له محدودو ډاکترانو او نرسانو سره د ناروغانو درملنه وکړي او د روغتیا پالانو او ناروغانو د شمېر د تناسب معیارونه له پامه وغورځوي.

دا روغتون د درملو، آسانتیاوو او کارکوونکو د معاشونو په برخه کې پر مرستو ولاړ دی. په تېر کال کې د سیاسي بدلونونو په نتیجه کې، له افغانستان سره د نړیوالو همکاریو له محدودېدو وروسته، ددې روغتون چارې هم ټکنۍ شوي دي.

که څه هم په تیر یوه کال کې دې روغتون ته د مراجعه کوونکو د جګړې د زخمیانو شمېر کم شوی دی، خو له مسولینو سره یې اوس مهال اندېښنه دا ده چې آیا دا روغتون به تر کله یوازې په بشري مرستو روان وي.

XS
SM
MD
LG