د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار نامي انار؛ ۹۰ ټُنه انار نړېوالو بازارونو ته صادر شوي دي


په کندهار کې د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۱۳) د انارو یو نندراتون پرانیستل شو.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږکال د انارو حاصلات ډېر وو.

چارواکي وايي چې د دوه-ورځني نندارتون په ترڅ کې مېوو ته بازار موندنه کوي او د مارکېټ له معیارونو سره د بڼوالو آشنايي زیاتوي.

د کندهار انار
د کندهار انار

​د سودا ګرۍ خونو اداره وايي چې سږکال څه باندې ۹۰۰۰۰ ټُنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د افغانستان انار او نورې مېوې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.

انار د کندهار مهم زراعتي پیداوار دی، اکثره باغونه یې په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو شته.

د کندهار د سودا ګرۍ خونو مرستیال انجنیر عبدالباقي بنا وایي هره ورځ له"۵-۱۰۰ لارۍ انار بهر ته صادرېږي."

د کندهار نامي انار؛ ۹۰ ټُنه انار نړېوالو بازارونو ته صادر شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

XS
SM
MD
LG