د لاس رسي وړ اتصالات

دکندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیس په یوه برید کي ټپي شوی


د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رئیس نننۍ برید په تیرو میاشتو د دغه ولایت په ولایتي چارواکو لومړنۍ برید دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رئیس نننۍ برید په تیرو میاشتو د دغه ولایت په ولایتي چارواکو لومړنۍ برید دی.

د کندهارولایتي چارواکي وایي چې ناپیژاندو وسله والود کندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیس حضرت ولي هوتک باندې وسله وال برید کړی چې په ترڅ کې هغه ټپي شوی اود درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وایي چې نن سهار کله چې حضرت ولي هوتک له خپل کور څخه د دفتر پر لور په خپل موټر کې روان وو، د ښار په منځ کې د زمان جامعه سره نږدې د وسله والو موټر سایکل سپرو له لوري تر غلچکي برید لاندې راغلی چې له امله یې هغه سخت ټپي شو.

د میرویس حوزوي روغتون ډاکترانو امریکا غږ ته وویل چې حضرت ولي هوتک په لاس او اوږه باندې په ګولیو لګیدلی دی چې دامهال په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی .

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ ته د ښاغلي هوتک ټپي کیدل تائید کړي دي.

د میرویس حوزوي روغتون ډاکتران وایي چي د ښاغلي هوتک روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی .

په کندهار کې پوليس وايي چي پدې باب يې تحقیقات پيل کړي دي.

تر دې مخکي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ مخکنی ریس عبدالمجید بابی هم د وسله والو په یوه غلچکي برید کي وژل شوی وو .

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG