د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په یو هوايي برید کې ۱۴ طالبانو د وژلو ادعا شوې


په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان هوايي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان هوايي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د کندهار امنیتي چارواکې وايې ،چې تېره شپه ( زمري ۳۰ مه) هلمند او د کندهار ولایتونو ترمنځ د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قاطع ملاتړ ماموریت په هوايي برید کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان اشنا رادیو ته وويل، چې افغان ځواکونو په سیمه کې د وسله والو مخالفانو پر پټن ځایونو عملیات لرل، چې د هوايي قواوو ملاتړ هم ورسره وو.

ده زیاته کړه چې د عملیاتو عمده موخه په سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه وه چې هغه هم په دغو عملیاتو کې لمنځه وړل شوې ده.

ښاغلي تادین خان وویل " په میوند ولسوالۍ کې موږ د کره معلوماتو پر اساس د وسله والو د وسلو او مهماتو پر یوه پټن ځای عملیات لرل چې په سیمه کې په دو موټر کې سپاره وسله وال هم د قاطع ماموریت د الوتکو له لوري په نښه شول او ۱۴ وسله وال پکښې وژل شوي".

میوند د کندهار په جنوب کې د هلمند او اروزګان ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده، چې د درې واړه ولایتونو د امنیت لپاره ګواښونکې سیمه بلل کیږي.

د کندهار امنیه قومندان زیاته وي چې د میوند ولسوالۍ په ګډون د کندهار په شمالي او جنوبي ولسوالیو کې د وسله والو د ځپلو لپارهپه تيره یوه میاشت کې تر شل زیات هوايي بریدونه شوي چې له امله یې د وسله والو حضورپه دغو سمیو کې محدود شوی دی.

خپله وسله والو طالبانو پدې باب کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG