د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د زړې قل اردو اوسیدونکي د ستونزو بنسټیز حل غواړي


د زړې قل اردو اوسیدونکو تیره اوونۍ مظاهره کړې وه.
د زړې قل اردو اوسیدونکو تیره اوونۍ مظاهره کړې وه.

په کندهار ښار کې د زړې قول اوردو په نوم د اوسیدو د سیمي اوسیدونکو ته ویل شوې چي‌ په خپلو کورونو کې ووسیږي خو د سیمي اوسیدونکې د ستونزي د بنسټيز حل غوښتنه لري.

زر ګونه کسانو تېره ورځ په کندهار کې مظاهرې وکړلې او نیوکه یې لرله چي د طالبانو په زور له خپلو کورونو ایستلي.

د زاړه قول قول اوردو په نوم اوسیدو سیمه د کندهار ښار په مرکزي برخه کې ګڼ مېشته سیمه بلل کیږي.

له تیري یوې میاشتي راهیسې له کله چې طالبانو د کندهار چاري په واک کې واخیستې ورسره سم د زړې قول اوردو د سیمي‌ اوسیدونکو شکایت وکړ چې د طالبانو ځيني کسان یې له خپلو کورونو باسي او غواړي چي‌ خپلي کورنۍ پکښې ځای پر ځای کړي.

د دې سیمي د اوسیدونکو کورنیو شمېر تر ۴ زره پوري رسیږي.

دوې ورځي وړاندي دغو کورنیو د کندهار د ولایت مقام مخ ته اعتراض وکړ او له خپلو کورونو څخه یې په زور د خلکو د ایستلو مخالفت وکړ.

د سیمي اوسیدونکي محمود شاه اشنا رادیو ته وويل چې د خلکو تر اعتراض وروسته ولایتي ادارې دوی ته ویلي چي تر دوهم ځلي خبراوي‌ دې په خپلو کورونو کې واوسیږي خو دوی پرې قناعت نلري.‌

ده وويل "د زاړه قول اوردو سیمه کې زیاتره خلکو د خټو کورونه ځانته جوړ کړي او یاهم داسي‌ دي چي یوه کس له بل څخه را نیولی او خپل د غریبی ژوند پکښې کوي د طالبانو ځينو غړو خلګ په تنګ کړي وو.ولایتي‌ ادارې اوس موږ ته ويلي چي تر امر ثاني پوري په خپلو کورونو کې ووسیږو خو موږ پرې قناعت نلرو تر څو موږ ته دلته د دایمي‌ اوسیدو او یاهم د بدیل پریکړه نه وي اورول شوې".

په کندهار کې د اطلاعاتو امر مولوي رحمت الله نړیوال وایې چې د کندهار ولایتي ادارې د زاړه قول اوردو اوسیدونکو ته ويلي چي په خپلو کورونو کې ووسیږي او څوک به یې سرپنا ورڅخه وانخلي.

ده وويل چې د ستونزي د بنسټيز حل لپاره به په راتلونکې کې پرېکړه کیږي.

هغه وویل، "د اوس لپاره له ولایت مقام څخه امر شوی چې دا کسان به تر یوه وخت پوري په خپلو کورنو کې پاته وي".

د زاړه قول اوردو په نوم د یادي سیمي اوسیدونکي تر ډېره د تېر حکومت د مامورینو په شمول پخواني مجاهدین او یاهم تر هغه وړاندي د تېرو رژیمونو پخواني صاحبمنصبان دي.

دغه راز په تیرو ۲ لسیزو کې د نا امنه سیمو څخه را کډوال شوي عام خلګ هم پکښې ژوند کوي.

د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي د واکمنی پر مهال د زاړه قول اوردو سیمه د ښار د عمومي‌ پارک لپاره ځانګړې شوې وه خو په یاده سیمه کې د اوسیدونکو بې وزله کورنیو د سرپنا د نشتوالي له کبله د کندهار ښار والی نوموړی پلان د کلونو په تیریدو سره بیاهم عملي نکړای شو.

XS
SM
MD
LG