د لاس رسي وړ اتصالات

د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط شویو سیمو د بیرته نیولو عملیات پيل شوي


امنیتي مسئولین وایي تېره شپه ارغنداب ولسوالۍ ته اضافي او تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي

امنیتي مقامات وايي چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط شویو سیمو د بیرته نیولو لپاره ګډو افغان ځواکونو له تيري شپې راهیسي تصفیوي عملیات پيل کړي.

امنیتي مسئولین زیاته وي چې تېره شپه ارغنداب ولسوالۍ ته اضافي او تازه دمه ځانګړي افغان سرتیري هم رسیدلي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ د تیري شپې په عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

ده زیاته کړه چې: "دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول د ارغنداب د سیند شمالي خواته زیات کلي د وسله والو له شتون څخه تصفیه او لاهم د ګډو افغان ځواکونو نظامي عملیات د ماینونو د له منځه وړلو لپاره دوام لري، یاد عملیات به د ارغنداب ولسوالۍ د بشپړه تصفيې لپاره روان وي."

دغه راز یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط نن سې شنبه مارچ ۳۰ (وري ۱۰) امریکا غږ ته وويل چې د تیري شپې د پوځي عملیاتو مشري د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان جنرال هیبت الله علیزي په غاړه اخیستې چي هوايي ځواکونه او ځانګړي افغان ځواکونه هم پکښې ونډه لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل مجاهد امریکاغږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ د نظامي عملیاتو لپاره له کابل څخه هم تازه دمه نظامي سرتیري رسیدلي او هڅه روانه ده چې د یادي ولسوالۍ د امنیت په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلي.

ده وويل: "د ماښام راهیسې سخت جګړه پيل شوې ګډ افغان ځواکونه همدا اوس په اغالالا کلا سیمه کې په جګړه بوخت دي د برات قلعچه له مسیر څخه افغان ځواکونه د نابینانو پر لوري د تګ په حال کې دي د تیري شپې راهیسې پيل شوي عملیات د ارغنداب لپاره ډير مهم دي خو اړینه داد چې تر تصفیوي عملیاتو وروسته د ارغنداب د دایمي امنیت ساتلو لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي."

د ارغنداب ولسوالۍ ۸۰ سلنه برخه سیمي له تیرو ۲ میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهدي سیمي دي چې د کندهار ښار د امنیت لپاره يې هم لوی اندېښنې پیدا کړي.

دغه راز په یاده موده کې د ارغنداب ولسوالۍ یواځني دوه لوی پلونه چې د دې ولسوالۍ پر سیند جوړ شوي وو هم تخریب شوي او اوس له تګ راتګ څخه لویدلي دي.

دغه راز د نوموړي ولسوالۍ ۹۰ سلنه اوسیدونکې له خپلو سیمو څخه کډوال شوي او اوس د کندهار ښار د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د تازه جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG