د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: په واده کې چاودنې ۴٠ تنه ووژل


په کندهار کی په یوه خونړی پیښه کی تر څلویښتو زیات ملکیان وژل شوی او تقریبآ نوی تنه ټپیان شوی دی .

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی په ناګهای کلی کی د واده په مراسمو کی د ځانمرګی برید له کبله په لسګونو تنه وژل شوی او ټپیان شوی دی .

ځانمرګی برید کونکی خپل د چاودیدونکو تکو ډک واسکت د راټول شوو خلکو په منځ کی چاودولی چی د ماشومانو ، ځوانانو او د پاخه عمر لرونکو

یو زیات شمیر کسانو ته په کی مرګ ژوبله اوښتی ده .

عینی شاهدان او د ټپیانو پایوازان وایی خلک د ډوډی په خوړو لګیا وه چی یوه زوروره چاودنه رامنځ ته شوه . او ډیری خلک یی قتل ګړل .

عبدالله هغه ۲۸ کلن ځوان دی چی د ده د واده مراسم روان وه او دی په خپله هم سخت ټپی شوی دی .

دوه تنه عینی شاهدان د تیری شپی د خونړی پیښی په اړه وایی :

د کندهار ولایت والی ډاکتر توریالی ویسا د یوی خبر ناستی په وخت خبریالانو ته وو یل :

د کندهار والی هغه ټولی خبری یی رد کړی چی د وسله والومخالفینو او د یوشمیر کسانوله خوا ویل کیده چی په واده د ناټو ځواکونو هوایی برید تر سره شوی .

د کندهار والی وایی د ټپیانو د زخمونو څخه د بوربرنګ سارچومی د جراح ډاکترانو له خوا ویستل شوی چی معمولا د داشان مواد څخه په ځانمرګو بریدونو کی تری کار اخیستل کیږی .

قاری یوسف احمدی د وسله والو طالبانو ویاند وایی په واده د ناټو ځواکونو هوایی برید شوی دی .

خو نن د ناګهان د سیمی زیات شمیر خلکو وویل په واده ځانمرګی برید ترسره شوی دی . په دی دلیل چی د ناګهان د سیمی ټول خلک په کلکه د دولت ملګری دی او هيڅ کله په خپل کلی کی وسله والو طالبانو ته ځان نه ورکوی .

د سیمزو خلکو په وینا د واده په مراسمو کی یوزیات شمیر پولیس او د دولت طرفداره ملیشو هم ګډون در لوده . او زوم په خپله هم د پولیسو په صف کی ولاړ سړی وه .

په کندهار کی د دولت مسوولین وایی ښایی چی د تلفاتو ارقام نورهم لوړ شی او د بلی خوا د ناګهای د سیمی خلکو خبر یالانو د جسدونو خاورو ته د سپارولو مراسمو په وخت ویلی دی د وژل شوو کسانو شمیر تر شپیتوو زیات اتکل کیږی خو دولت هم دی ورته ارقام په غیر رسمی توګه تاییدوی .

XS
SM
MD
LG