د لاس رسي وړ اتصالات

له واکسین څخه پاتې ماشومانو ته د پوليو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو


د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، په کندهار ښار او ۷ ولسوالیو کې ۱۱ سلنه ماشومان په تېر کمپاین کې له واکسین څخه پاتې شوي چې نن د دوشنبې په ورځ لړم ٢٧ یې د وقايې لپاره پنځه ورځنی کمپاین پيل کړ.

ښاغلي نصرت زیاته کړه: "د پوليو پر ضد زموږ وروستۍ پروګرام په هغه سیمو کې چې کور په کور مو پکې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو د رسولو اجازه لرله، ښه و او فیصدی یې ۸۷ وه، پاته ماشومانو ته مو دا نوی پروګرام چې موږ يې د پاتې ماشومانو د بیا تعقیب پروګرام ګڼو، پيل کړی دی".

د پوليو پرضد د بیړنیو اقداماتو د مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايې، په پرلپسې توګه د واکسین له پروګرامونو څخه د ماشومانو پاتې کیدل او د پاکستان سره زیات تګ راتګ په جنوبي ولایتونو کې د پوليو د پېښو د زیاتوالي عمده لامل دی.

نوموړي زیاته کړه چې له مرسته کونکو بنسټونو سره پر دې کار کوي چې ځينې نور هڅونکي پروګرامونه د پوليو د مخنیوي په پروګرام کې شامل کړي.

هغه وویل: "که ټولنه وغواړي له شک پرته لوی بدلون رامنځ ته کیدای شي، خو که ټولو سیمو ته صحي خدمات ورسول شي دا د خلګو په هڅونه کې ډېر رغنده رول لري چې موږ ورباندي له مرسته کونکو بنسټونو سره خپل وړانديزونه شریک کړي".

په جنوبي ولایتونو کې ټولټال یو اعشاریه پنځه ميلیونه تر پنځو کالو ټيټ عمر لرونکي ماشومان د پوليو د واکسین لپاره هدف ټاکل شوی.

خو په تېر یو کال کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د واکسین د پروګرام په اړه د نظر د اختلاف له کبله یاد شمېر ماشومان په پرله پسې توګه د واکسین له کمپاینونو څخه پاته شوي.

جنوبي ولایتونه د پوليو د ویروس تر ګواښ لاندې یوازنی سیمه ده چې په روان کال کې د پوليو ۱۵ پېښې پکې ثبت شوي دي. له دې شمېر څخه يې ۳ پېښې په کندهار، ۵ په هلمند او ۷ نورې په ارزګان کې دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG