د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د اوبو د کموالي لامل- ژورې څاګانې


زمیندارانو کلک هوډ کړی چې په خپله سیمه کې به د نورو کرونده ګرو د تریاکو د کښت مخه هم نیسي.

د کندهار په جنوب کې پنجوايي د دې ولایت له مهمو زراعتي ولسوالیو څخه ده چې اوس يې کرونده ګر د اوبو د کمښت له جدي ستونزي سره مخ دي.

د پنجوايي ولسوالۍ زمینداران مني چې په تېر کې د تریاکو د کښتونو لپاره ژورو څاهانو د اوبو زېرمي زیامني کړي.

په یاده ولسوالۍ کې یو مهال د تریاکو پراخ کښتونه کیدل خو ځايي اوسیدونکې يې وايې چې په زیانونو يې اوس پوه شوي او د تریاکو د کښت کچه اوس ډيره ټيټه شوې.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکۍ خان محمد امریکاغږ ته وويل چې د تریاکو د نورو زیانونو ترڅنګ د اوبو د کمښت په وجه د دې کرهڼيزي ولسوالۍ زراعت ته لوی ګواښ پېښ دی.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکې وايې چې د تریاکو د کښتونو په وجه د پېښو شویو زیانونو څخه کرونده ګر پوه شوي او دا کښت تر ډېره لمنځه تللی.

د ولسوالۍ په چلغور سیمه کې حکومت د نړیوالي ټولنې په مرسته د اوبو د ضایعاتو د مخ نیوي او تنظیم لپاره د یوه لوی کانال د جوړیدو پروژه پيل کړې.

د سیمي اوسیدونکې وايې چې ځمکه والو کلک هوډ کړی چې په خپله سیمه کې به د نورو کرونده ګرو د تریاکو د کښت مخه هم نیسي.

نصرت الله د تریاکو له کروندې څخه مخ اړولی او اوس يې پر خپل پټي د رومیانو کښت کړی .

دی وايې چې د سیمي خلګ د نشه يي توکو د کښت په وجه له بیلا بیلو زیانونو سره مخ دي.

د کندهار د پنجوايي ، ارغستان او میوند ولسوالیو په ګډون د دې ولایت په ډیرو نورو برخو کې تر ځمکه لاندي د اوبو د زیرمو د کمېدو سره پر یوه وخت ډیری کورنیو خپلي سیمي پرې اېښي.

ځايي اوسیدونکې د دې کار یو لامل په خپل سري ډول د تریاکو د کښتنو د اوبه کیدو لپاره د برمې یا ژور څاهان ګڼي چې زیانونه به يې د راتلونکې لپاره هم موجود وي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG