د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ د نړۍ په هغو ښارونو کې شامل شوی چې د اوسېدو تر ټولو ناوړه شرایط لري


د ښارونو د حالت د څرنګوالي د نړیوال شاخص د یو وروستي راپور له مخې، د کراچۍ ښار، چې د پاکستان اقتصادي مرکز ګڼل کیږي، د نړۍ په هغو ښارونو کې شامل شویدی چې د ژوند کولو تر ټولو ناوړه شرایط لري.

د کراچۍ په کوڅو کې د خځلو بوی، ځایي خلک دې ته مجبوروي چې خپلې پوزې او خولې پټې کړي. په ښار کې اکثره ګند او خځلې د سرکونو پر غاړه اچول کیږي او په دغه خځلو بیا ماشې او مچان راټولیږي.

د کراچۍ ښار اوسیدونکې نایله عابد وایي، په دې ښار کې ژوند کول ورته مشکل شوي دي. نایله د ښار په سرکونو او کوڅو کې د پرتو چټلیو په اړه شکایت کوي. هغه وايي، یو ماشوم یې ښوونځي ته ځي او د چټلیو له آمله یې د هغه روغتیا ته اندېښنه ده. نایله پر چارواکو غږ کوي چې ددې ستونزې دپاره حل ولټوي.

په کراچۍ کې د معمارۍ او پلان جوړونې د څانګې مشر ډاکټر نعمان احمد وايي خلکو له دې حالت څخه حکومت ته په وار وار شکایتونه کړي دي، خو غږ یې ندی اورېدل شوی، اوخلک نور ناهیلي شوي دي.

هغه وايي: "چارواکي بايد د خلکو سره خبرې وکړي او هغوى ته ډاډ ورکړي چې د شکايتونه یې واوري او ستونزې یې ور حل کوي. که څه هم ستونزې ژر نه شي حل کیدی خو خلک باید پوه شي چې دا به څومره وخت نیسي".

موټرونه په ښار کې د تګ راتګ په وخت د باران د ډنډ شویو اوبو او کثافاتو له ډېرانونو نه ځانونه ساتي. د کراچۍ اوسیدونکی رضوان خان له خرابو سړکونو او پر دغو سرکونو باندې د پرتو کثافاتو څخه شکایت کوي.

هغه وايي: "د سړکونو حالت ډېر خراب دی، موږ سایکل چلوونکي د سختو ستونزو سره مخ يو. دلته هر سړک خراب دی. هر طرف د باران د اوبو ډنډونه پاتې دي، دومره کثافات دي چې د بد بوی له وجې مونږ ته د سا اخیستل مشکل شوي".

په کراچۍ کې د معمارۍ او پلان جوړونې څانګې مشر وایي چې د ښار جوړونې د خراب پلان او د پراختیا چارو ته د توجه نشتوالي له آمله ښار اوس د دومره نفوس وړتیا نلري.

د سند ایالت د اطلاعاتو وزیر سعید غني د کراچۍ پر اوسېدونکو غږ کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي او د ښار په ویالو کې د پلاستیکي کڅوړو او نورو کثافات له اچولو ډډه وکړي.

هغه وايي: "زموږ ادارې په يو وخت د ښار د ټولو ستونزو د حل لپاره نه شخصي ځواک لري او نه هم پوره سامان او وسايل. موږ کوښښ کوو خو مونږ د خلکو ملاتړ ته ضرورت لرو. دوی بايد کثافات او پلاستيکي کڅوړې په فاضله اوبو کې وانچوي".

په کراچۍ کې هر کال د مانسون بارانونه په ښار کې د سیلابونو سبب ګرځي. سږني سیلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو اړولو سربېره د کراچۍ په ښار کې د چټلیو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د کراچۍ اوسیدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ښار کې د سیلابونو وروسته د کثافاتو د پاکولو لپاره اقدامات وکړي.

په روان کال کې دغو سیلابونو په ټول پاکستان کې د ٥٥٠ نه زیات کسان مړه کړي دي چې له دې جملې په لسګونو یې یوازې د کراچۍ په ښار کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG