د لاس رسي وړ اتصالات

ډېکر: د کندهار د نارینه وو له لوري د نجونو په کار او تعلیم بندیز افغانان له اینده محروموي


کرن ډېکر
کرن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي چې "په کندهار کې د نارینه‌ وو له لوري" د افغان نجونو په کار او تعلیم بندیز به افغانستان له اینده څخه محروم کړي.

مېرمن ډېکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره د یکشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) ټویټ کړی چې، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه ‌کوي خو له ښوونځیو د نجونو او په نادولتي او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره هر څه کوي.

د ټویټ په یوې برخې کې لیکل شوي دي چې له بشري خدمتونو څخه د ښځو په لېرې کولو او د نجونو د ښوونځیو په بندولو سره، په کندهار کې «نارینه د هېواد اینده» له پامه غورځوي. دې مشخص د کوم طالب مشر نوم نه دی اخیستی،‌ خو په کندهار کې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا هبت الله او د هغه نژدې کسان هلته دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.

په دې بندیزونو کې د طالبانو یو شمېر اوسني او پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه کسان چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌ کې دخیل دي، شامل دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د سیاسي چارو کارپوه عبدالرشید ایوبي پدې باور دی چې د طالبانو اوسنۍ تګلارې "د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې دي."

په عین وخت کې، د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ سویس ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ او روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدلي او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه په دغه هیواد کې د مرستې رسونې بهیر کمزوری کوي.

ویسټ د یکشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو سیاستونو په اړه خبرې کړي او د هغه په خبره، هغوی دې پایلې ته رسېدلي چې دغه سیاستونه په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د مرستې رسولو بهیر ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې افغانستان له یوه بېساري بشري بحران سره مخ دی او د دغه هیواد ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ۲۸.۲ میلیون افغانان د (افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې دغه هیواد څو کلنۍ وچکالۍ او د دوو کلونو راپدېخوا له اقتصادي زوال سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG