د لاس رسي وړ اتصالات

د کریم مدافع وکیل: نړیواله محکمه دې د جنسي ځورونې تورونه وڅیړي


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم مدافع وکیل وايي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ورته د هغه د موکل په اړه د جنسي تیري د ادعاو په تړاو موثق اسناد نه دي وړاندې کړي.

د ښاغلي کریم هالنډي مدافع وکیل آیوو سیګ مونټ، د چارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، تر اوسه یې له فیفا څخه د جنسي تیري د ادعاو په اړه دوه پاڼې د سند په توګه ترلاسه کړي، چې په کې د مدعیانو هویت څرګند نه دی.

هغه زیاته کړه: "یواځینی سند چې فیفا موږ ته وړاندې کړی دوه پاڼې دي، دوه پاڼې چې په کې د پنځو داسې کسانو کیسې لیکل شوي، چې نه یې نوم معلوم دی او نه یې ځای".

د هغه پر وینا، په کابل کې یې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې له غړو، د فوټبال فدراسیون له چارواکو او د بشري حقونو له کمیسیون سره لیدلي دي، خو تر اوسه یې داسې کوم سند نه دی موندلی، چې د هغه پر موکل لګیدلي تورونه ثابت کړي.

د ښاغلي کریم مدافع وکیل د خپل موکل په اړه د فوټبال د نړیوال فدرایسیون پریکړه غیر عادلانه وبلله.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان کال په غبرګولي میاشت کې کرام‌الدین کریم د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه د تل لپاره منع کړ او ترڅنګ یې هغه له یو میلیون آمریکايي ډالرو څخه زیات نقدي جریمه کړ.

د نوموړي مدافع وکیل وویل، چې دا قضیه باید په نړیواله محکمه کې وڅیړل شي او زیاته یې کړه: "زموږ بل اقدام دا دی چې دغه قضیه د سپورټ نړیوالې محکمې ته وړاندې کړو او دا موضوع هلته وڅیړل شي".

ښاغلي مونټ دغه راز وویل، چې په بهر کې به هم د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له پخوانیو غړو سره وویني او له هغوی څخه به د خپلو ادعاو په تړاو اسناد وغواړي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې لږ تر لږه پنځو پخوانیو غړو پر ښاغلي کریم د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د جنسي بدرفتارۍ ادعاوې کړي، چې وروسته یې د سپیناوي لپاره فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړې.

دا چې د دغې قضیې څیړنې اوس کوم پړاو ته رسیدلي دي، په دې اړه مو وغوښتل چې د افغانستان له لویې څارنوالۍ څخه معلومات ترلاسه کړو، خو دغې څارنوالۍ زموږ پرله پسې اړیکو ته ځواب رانکړ.

XS
SM
MD
LG