د لاس رسي وړ اتصالات

تاشکند:په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې نښې شته


د ازبکستان جمهور رئیس، اسلام کریم اوف، په تاشکند کې د روسیې له جمهور رئیس، ولادمیر پوتین، سره په منځني اسیا کې د اسلامي دولت د ډلې د گواښونو او په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه څرگنده کړه.

په یوه غوڼډه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ جوړه شوې وه، د روسیې او ازبکستان جمهورو رئیسانو ووېل، د افغانستان په گډون په منځني اسیا کې د اسلامي دولت د ډلې د عناصرو نفوذ لیدل کیږي او دا سیمه یې له گواښ سره مخامخ کړې ده.

د روسیې جمهور رئیس، ولادمیر پوتین، زیاته کړه چې د سخت دریځۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو گډ کار ته اړتیا شته.

د ښاغلي پوتین په وینا، په همدې موخه د روسیې او د ازبکستان د ادارو ترمنځ د لوړې کچې مشورې کیږي چې د همدغو مشورو په چوکاټ کې لمړیتوب د ترهگرو د گواښونو او د مخدره موادو د غیر قانوني قاچاق د ستونزو پر ضد مبارزو ته ورکول کیږي.

د تاشکند په دې غوڼډه کې پر دې هم موافقه وشوه چې روسیه، ازبکستان ته خپل ٨٩٠ میلیونه ډالر پور وروبښي. دغه کار د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د غښتلي کولو د پلان برخه بلل شوې ده. دا موافقه د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف او د ازبکستان د مالیې وزیر رستم عظیموف لاس لیک کړه.

ازبکستان لکه د مرکزي اسیا د نورو هیوادونو په څیر په سیمه کې د چین د مخ په ودې نفوذ او همداشان د امریکا د نفوذ په وړاندې چې غواړي د څه دپاسه یوې لسیزې وروسته له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، د شوروي اتحاد د وخت د "بادار" مسکو په څیر رول لوبولی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د سپتمبر د یولسمې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د خپلو عملیاتو لپاره یوه هوایي اډه په کرایه کړې وه. خو دغه اډه وروسته له هغې د امریکایي ځواکونو پرمخ وتړل شوه چې واشنگټن د تاشکند د بشري حقونو ریکارد وغنده.

٧٦ کلن اسلام کریموف د مرکزي اسیا تر ټولو پر گڼ نفوسه هیواد ازبکستان چې ٣٠ میلیونه وگړي لري، د څه دپاسه دوو لسیزو راهیسې په پوره دیکتاتورۍ سره واکمني کړې ده، او په پراخه توگه ویل کیږي چې یو ځل بیا به ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي.

هغه د شوروي اتحاد په وخت کې د ازبکستان د کمونیست گوند رئیس او د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي دفتر غړی و.

XS
SM
MD
LG