د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي پر افغان میرمنو غږ وکړ چې په ټاکنو کي برخه واخلي


Afghanistan
Afghanistan
جمهور رئيس حامد کرزي د مارچ د اتمې په مناسبت په یوې غونډې کې پر افغانو ښځو غږ وکړ چي د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او دغه ټاکنو ته ددوي په حضور لا زیات مشروعیت ورکړي..

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ جمهور رئيس حامد کرزي دغې ورځې ته واضح پیغام درلودی پر افغانو مېرمنو یې غږ وکړ چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځ مراسم له ارګ سره نېږدې په اماني لیسه کې ترتیب شوي وو. د ښځو په همدې ورځ جمهور رئيس په ټوله کې له عامو افغانانو په ټاکنو کې د بې ویرې ګډون بلنه ورکړه.

جمهور رئيس کرزي ډاډ څرګند کړ چې ټاکنې به ښې او په ډاډ ترسره شي. جمهور رئيس د رسنیو په تېره بیا د غربي رسنیوو د ټاکنو په تړاوو اندېښنې او څېړنې ردې کړي او ویې ویل چي ټاکنې به ښې ترسره شي.


د ښځو د نړیوالې ورځې په غونډه کې برخوالو سلګونو ښځو ته وویل لا هم ښځې په افغانستان کې له تاوتریخوالو سره مخ دي..


د جمهور رئيس کرزي دوهمه لور څو ورځې وړاندې په هند کې وزېږېده. تر نن ورځې یې پرې نوم نه وو ایښی. د جمهور رئیس لور ته نوم په غونډې کې حاضرو ښځو وټاکه.
XS
SM
MD
LG