د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي څه ډول افغانستان په میراث پرېښود؟


ښاغلی کرزی نوي ولسمشر ته د چارولو د سپارلو په وخت
ښاغلی کرزی نوي ولسمشر ته د چارولو د سپارلو په وخت

ولسشمر اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ مسولیت د ولسمشر کرزي د ۱۳ کاله حکومت وروسته په غاړه واخیست. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره واک د یوه منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته انتقالېږي چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته.

حامد کرزی ۱۳ کاله مخکي د ۲۰۰۱ کال د بن د موافقې پر اساس د افغانستان د موقت حکومت او بیا د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.

هغه په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان په لومړنیوو تاریخي انتخاباتو کې د خلګو په رایه د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو. په ۲۰۰۹ کال کې یې د جمهوري ریاست دویمه دوره انتخابات وروسته له هغه نه وګټل چې مهم سیال یې عبدالله عبدالله د دویم ځلي انتخاباتو څخه تیر شو او د انتخاباتو کمیسون ښاغلی کرزی د هېواد د جمهور رئیس په توګه معرفي کړ.

د افغانستان اساسي قانون چې د ولسمشر کرزي په دوره کې تصویب شو، حکم کوي چې یو کس د دوه دورو نه زیات نشي کولای چې د افغانستان جمهور رئیس وي او په همدغه دلیل پخواني ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې ګډون ونشو کړای.

د تیرو ۱۳ کلونو د ستونزو برسیره یوه مسله روښانه ده هغه دا چې د کرزي مخکي افغانستان د اوسني افغانستان سره ډیر توپیر لري--- هغه افغانستان چې د لسیزو جګړو او دربدریوو ځپلی و.

ښاغلي کرزي نن یو داسي افغانستان په میراث پرېښود چې د ۲۰۰۱ کال د افغانستان سره ډير تفاوت لري او په کې د ژوند پر هر ډګر کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

مبصرین د پخواني ولسمشر کرزي د ۱۳ کلنې دورې په هکله بیلابیل نظریات لري. خو پر یوې مسلې باندې ټول سره سلا دي، هغه دا چي افغانستان به پرمختګونه کړي وي خو چارې نورې هم کیدای شوای چې ښې شوي وای او که د فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل شوې وای، نو نتایج به یې د افغانستان د خلګو دپاره مثبت او متفاوت وای.

په خپله ښاغلي کرزي هم د امریکا غږ سره په یوې وروستۍ مرکې کې دا وویل چې که داسې کیدای چې هر څه د سره پيل شوي وای نو هغه به ډیر تغییرات راوستلي وای.

د امریکا غږ سره د ښاغلي کرزي مرکه
د امریکا غږ سره د ښاغلي کرزي مرکه

هغه وویل "زه به په دې هکله تاسو ته ځواب درنکړم ځکه زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم او باید د خپلو خبرو او احساساتو سره محتاطه اوسم خو که چیري داسي کیدای چې ټول څه د سره پيل شوي وای نو ما به ډير تغییرات راوستي وای. زه به په دې هکله جزیات هغه مهال ورکړم کله چې د هېواد ولسمشر نه یم."

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د حکومت د دورې تر ټولو غټ درس او تجربه یې دا وه چې د افغانستان خلګ ډیر زیات باوري خلګ دي او اکثرا پر چا چې باور کوي خیانت ورسره کېږي او د اعتبیار څخه یې ناوړه ګټه اخیستله کېږي.

آیا کرزي فرصتونه له لاسه ورکړل؟

کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د طالبانو حکومت رانسکور کړ نو افغانانو ته هیلې او امیدونه پیدا شول. په ټول افغانستان کې د څو کلونو دپاره بشپړه سوله تامین شوه خو د ۲۰۰۴ کال په پای کې وضیعت کرار کرار خراب شو او طالبان د افغانستان دباندي بیرته ورو ورو منظم کېدل. د طالبانو د قوي کېدو سره د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په خاصه توګه په جنوب او ختیځ کې امنیتي وضیعت خراب شو.

د چارو کارپوهان استدلال کوي چې یو دلیل چې طالبان ولي بیرته منظمه شول او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې نفوذ پیدا کړ دا و چې حکومت بې کفایته و او په دې کې پاته راغی چې عامو افغانانو ته په اصلي معنی خدمت وکړي.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

پاکستانی مشهور خبریال او لیکوال احمد رشید چې د ولسمسشر کرزي نږدې ملګری هم دی او د افغانستان په هکله یې څو کتابونه لیکلي دي وايي چې د ولسمشر کرزي په دوره کې ناکامۍ او بریالیتوبونه دواړه موجود وو.

هغه وايي "زه فکر کوم چې ناکامۍ او بریالیتوبونه دواړه موجود وو. په خپل بهرني سیاست کې زه فکر کوم چې کرزی ښه وځلیدی ځکه افغانستان سمندري لاره نه لري او شاوخوا ګاونډیانو یې هم په چارو کې مداخله کوله په خاصه توګه په ۹۰ لسیزه کې. کرزي د سیالو هېوادونو ترمنځ لکه هند ، پاکستان او ایران ښې اړیکې وساتلې په داسي حال کې چې امریکا د ایران او افغانستان ترمنځ د هر ډول اړیکو سره مخالفه وه."

خو احمد رشید زیاتوي چې د ولسمشر کرزي میراث دا دی چې هغه د ملي بنسټونو په جوړولو کې ناکامه شو. هغه د افغانستان د سنتي سیاست طرفداره و او په اصطلاح موډرنیست نه و چې حکومت عصري کړي.

په کلفورنیا کې میشت تاریخ پوه او د کابل پوهنتون پخوانی پروفیسور حسن کاکړ د احمد رشید د نظر سره موافق دی خو وايي چې د کرزي څخه د حکومت چارې د ډیر پيل څخه وشړیدلې او همدغه یې دلیل و چې د حکومت په هره برخه کې اداري فساد رشد وکړ.

هغه وايي "حتی د بن د موافقې پرمهال لا تکړه او قابله افغانان په حکومت کې را نغلل او په نتیجه کې یې اداري فساد په بې ساري ډول رشد وکړ."

ښاغلی کاکړ زیاتوي چې د اداري فساد له وجې افغان حکومت په دې ونه توانید چې خپلې پالیسۍ په ټول هېواد کې تطبیق کړي او حکومتي عواید راټول کړي او حکومت د مالي لحاظه پر پښو ودروي او همدغه یې دلیل و چې حکومت اوس هم د بودیجې د کسر سره لاس او ګریوان دی.

ښاغلی کاکړ دا تاییدوي چې د ولسمشر کرزي په تیرې ۱۳ کلنې دورې کې ډیر څه شوي دي خو زیاتوي چې افغانستان یو بې ساری فرصت له لاسه ورکړ--- یو داسي فرصت چې شمتنې غربي نړۍ ورکولې.

هغه وايي "د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره شتمن لویدیځ ملکونو په افغانستان کې پانګه اچونه وکړه او اراده یې څرګنده کړه چې افغانستان جوړ کړي خو له بده مرغه افغانستان د دې فرصت څخه ګټه پورته نه کړه او زه فکر نه کوم چې افغانستان به بیا دغه ډول تاریخي فرصت ترلاسه کړي چې لویدځ یې د بیا رغونې او انکشاف دپاره دومره لیوالتیا څرګنده کړي."

ښاغلي کاکړ وویل چې د غازي امان الله خان د دورې راهیسې اکثرو افغان حکومتونو هڅه وکړه چې د لویدیځ توجه د افغانستان عصري کولو او ودانولو ته جلب کړي خو په ۲۰۰۱ لومړي کال کې لویدیځ په خپله افغانستان ته ورغی او د دغه ویجاړ هېواد د جوړولو تعهد یې څرګند کړ.

کرزي څه ډول اقتصاد په میراث پرېښود؟

ولسمشر کرزي یو داسي اقتصاد په میراث پرېښود چې تر زیاته بریده پر خارجي مرستو او نړیوال پوځي لګښتونو باندې اتکا کوي. په داسې حال کې چې ناټو د سږکال ترپایه پوري په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي، د افغانستان اقتصاد به د پوځي لګښتونو د راکمېدو سره ضربه وویني.

افغان چارواکو دمخه لا اعلان کړی دی چې دغه هېواد پیسې نلري چې حکومتي مامورینو ته معاشونه ورکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزانې د برخې عمومي رئیس الحاج محمد آقا د شنبې په ورځ وویل چې افغانستان ۱۱۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې د حکومت کارمندانو ته د هغوي د اکټوبر د میاشتې معاشونه ورکړي او دا چي دوي د امریکا د متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته ورسره وکړي چې د کال تر پایه پوري د بودیجې کسر په جبران کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځۍ پروفیسور ودیر صافی د دې کسر ملامتي د پخواني ولسمشر کرزي پر رهبریت وراچوي او وايي " اقتصاد خراب دی او د حکومت د مالیې وزیر یې اعلان وکړ چې دوي به د راتلونکې یو یا دوې میاشتې پیسې ونلري چې د مامورینو معاشات ورکړي."

ښاغلی صافی زیاتوي چې کرزي یو داسي نظام ترشا پرېښود چې ضعیفه دی. "کرزي یو داسي نظام په میراث پرېښود چې ضعیفه او د ستونزو سره مخامخ دی او پوه کسان چې د پوهنتونو څخه فارغېږي د افغانستان د راتلونکي څخه د ناهیلې له وجې د هېواد نه د تېښتې په حال کې دي او بې سواده کسان هم د مخالفینو له لوري جلبېږي."

خو د چارو کارپوهان بیا استدلال کوي چې یو دلیل چې د افغانستان اقتصاد کمزوری شو او حکومتي بودیجې کسر پیدا کړ دا و چې د ۲۰۱۴ کال د دویم ځلي انتخاباتو کړکیچ د څو میاشتو دپاره وغځیدی او د نامعینې آیندې له ویرې خلګو پانګه اچونه او کار و بار بند کړ. پروفیسور صافی دا لامل مني خو وايي چې په دې کې هم ښاغلی کرزی ګرم دی.

د کابل مظاهرې
د کابل مظاهرې

هغه وايي "په انتخاباتو کې هم یا هغه دخیل و او یا یې هم د دباندي نه لاس وهنه کوله چې په راتلونکې حکومت کې نفوذ ولري."

خو ودیر صافی د ښاغلي کرزي د دورې ځیني لاسته راوړنې هم تاییدوي او د هغوي د جملې نه د اساسي قانون د تصویب، د مطبوعاتو د آزادۍ او په سوله ایز ډول د قدرت انتقال ته اشاره کوي اما تاکید کوي چې ډیر څه کیدای شوای چې ونشول.

آیا افغانستان مصونه دی؟

ښاغلي کرزي ولس ته په خپلې وروستۍ وینا کې د خپل حکومت څخه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت یې د افغانستان د راتلونکې دپاره یو پوخ اساس ایښی دی.

هغه وویل "کله چې زه د هېواد مشر سوم. مونږ بیرغ نه درلودی. ملي سکه مو نه درلوده. د بهرنیوو د اجنډاګانو ښکار وو. په خپل وطن کې بې وطنه وو."

خو کرزي دا و منله چې د پرله پسې هلو ځلو برسیره هم په دې کې ناکامه شو چې افغانستان ته سوله او امنیت راولي. خو هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان ته به که نن وي یا سباح وي سوله به راځي.

پروفیسور حسن کاکړ استدلال کوي چې افغان حکومت د طالبانو سره د سولې ظرفیت نه درلودی.

هغه وايي "په هر هېواد کې او هر دولت چې وي باید قابله کسان او سولې ته ژمن کسان دغه راز چارو ته لاس واچوي او سوله او ثبات راولي. که داسي نه وي نو د یوې ډلې سره چې جګړه کوي سوله کول ډیره ګرانه خبره ده."

ښاغلي کاکړ زیاته کړه چې " د ښاغلي کرزي په حکومت کې تر زیاته بریده داسي کسانو نفوذ درلودی چې د طالبانو سره د سولې مخالف وو. د سولې د خبرو دپاره باید بې طرفه کسان موجود وي او د سولې شورا هم د داسي کسانو په لاس کې وه چې د طالبانو سره یې جګړې کړي وې. که چیري بې طرفه کسان وای نو امکان یې و چې طالبان خبرو ته حاضر شوي وای."

حبیب قادري د ولسمشر کرزي نږدې ملګری او د هغه په حکومت کې د مخدره مواد پرضد د مبارزې وزیر و. هغه د ولسمشر کرزي ستاینه کوي چې تر مشرۍ لاندي یې په افغانستان کې ډیر کارونه وشول په خاصله توګه د ښځو د حقوقو په برخه کې، د معارف په برخه کې او د پراختیايي چارو په برخه کې خو وايي چې اداري فساد یواځنی لامل و چې د هغه ۱۳ کلنه دوره یې زیانمنه کړه او چارې پر سمې نه ولاړې.

هغه وویل "اداري فساد د حکومت په ټولو برخو کې خپل جدي تاثیرات درلودلل. د اداري فساد شتون پر امنیت، اقتصاد او نورو حکومتي چارو باندې منفي تاثیرات وکړل. زه هیله لرم چې نوی حکومت به دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي."

ښاغلي قادري زیاته کړه چې که "د اداري فساد سره په افغانستان کې مبارزه وشي نو افغانان ډیر غېښتلي او تکړه خلګ دي او زه مطمین یم چې هغوي به روښانه او ښه آینده ولري."

د کرزي بهرنی سیاست او ولي د لویدیځ سره خوابدی شو؟

ښاغلي کرزي په پیل کې د کلونو دپاره د لویدیځ سره په خاصه توګه د امریکا سره ډیرې تودې اړیکې درلودلې خو په ورستیو کلونو کې یې اړیکې سړې شوې.

په واشنګټن کې د هریټیج فونډیش د جنوب ختیځې آسیا د چارو کارپوه لیزا کورتیز وايي چې یو دلیل چې دا اړیکې ولي خرابې شوې په خاصه توګه د امریکا سره دا و چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د امریکا پر پالیسو په غیر عادلانه ډول انتقادونه پیل کړل.

هغه وايي " له بده مرغه ولسمشر کرزي سره له دې چې د لویدیځ سره یې په پیل کې ډیرې ښې اړیکې درودلې په ورستیو کلونو کې یې اړیکې خړې پړې کړې او دلیل یې هم دا و چې هغه د افغانستان د ټولو مشکلاتو ملامتي پر امریکا پر ورواچوله او په پای کې یې حتی د امریکا سره د امنیتي تړون د لاس لیکولو څخه هم ډډه وکړه."

د یادونې وړ ده چې د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې یو دلیل چې د ښاغلي کرزي او لویدیځ ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مسله وه چې د ناټو د هوايي بمباریوو له کبله رامنځ ته شوې. خو لیزا کرټیز بیا سره له دې چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مسله مني چې د اړیکو په خرابوالي کې یې نقش لوبولی دی اما استدلال کوي چې ملکي تلفاتو اکثریت ملامتي طالبانو ته راجع کېږي او آمار هم همدغه ثابتوي.

هغه وايي "تاسو پوهېږیْ چې د هغه استدلال چې وايي د ناټو په هوايي بمباریوو کې ملکیان وژل کېږي د حقایقو سره سر نه خوري او حقایق دا دي چې طالبانو د هغه په هېواد کې ستونزې جوړ کړي دي او د دې ټولو ستونزو ملامتي پر امریکا باندې وراچول منطقي دریځ نه دی."

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد بیا د امریکا او افغانستان په اړیکو کې آیندې ته ګوري او د افغانستان د نوي مشرتابه څخه غواړي چې د موقع څخه دي ګټه پورته کړي او د لودیځ سره دې اړیکې ښې کړي.

هغه وايي "کرزي د امریکا سره په اړیکو کې خپل د حکومت د دورې په ورستیوو کلونو کې ستونزې درلودلې او اوس اشرف غني احمدزی په یو داسي حالت کې واک ته رسېږي چې د افغانستان او امریکا اړیکې د ستونزو سره مخ دي. زه فکر کوم چې ښه فرصت موجود دی چې باید ګټه ځیني پورته شي او د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترمیم شي."

خو پاکستانی خبریال احمد رشید بیا وايي چې د امریکا او کرزي اړیکې د کرزي او پاکستان د اړیکو سره ډیر تړاو درلودی.

هغه وايي " له بده مرغه زه فکر کوم چې د کرزي او پاکستان اړیکو د امریکا سره مستقیم تعلق درلودی. سره له دې چې پاکستان د جمهور رئیس مشرف د واکمنۍ پرمهال دوه مخی سیاست پرمخ وړی او د یوې خوا څخه یې د امریکا ملاتړ کاوه او د بلي خوا نه یې د طالبانو ملاتړ کاوه، امریکا پر دې مسلې باندې سترګي پټي کړې ځکه امریکا په عراق او نورو سیمو کې مصروفه وه او نه یې غوښتل چې د پاکستان سره په کوم جنجال اخته شي."

افغان مخابرات: ۸ کلو کې د ۵۰ کلونو پرمختګ شوی
افغان مخابرات: ۸ کلو کې د ۵۰ کلونو پرمختګ شوی

په پای کې د ولسمشر کرزي په دورې کې د حکومتدارۍ، بنسټ جوړونې، مخابراتو او آزادو مطبوعاتو په برخه کې لاسته راوړنې مهمې دي خو اوس هم زیات شمیر مبصرین په دې آند دي چې دغه لاسته راوړنې د لاسه وتلای شي. د نوي حکومت یوه ستونزمنه وظیفه دا ده چې دغه لاسته راوړنې حفظ کړي او نور پسي وده ورکړي.

دا چي حامد کرزی د دې لاسته راوړنې مستقیم لامل دی او که نه او باید وستایل شي او که نه یو آزاد بحث دی چې تاریخ به پرې په راتلونکو لسیزو کې پوره قضاوت وکړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG