د لاس رسي وړ اتصالات

طالب وزیر: کرزی لوی مجرم دی؛ کرزی: دا څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼم 

تصویر کې حامد کرزي د طالبانو د یو مشر انس حقاني سره ملاقات کوي چې عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هم شته
تصویر کې حامد کرزي د طالبانو د یو مشر انس حقاني سره ملاقات کوي چې عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هم شته

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر هغو څرګندونو ته، چې هغه یې «لوی مجرم» بللی، غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بلخ کې په یوې غونډې کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی، د مخکني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» وبلل.

ښاغلي‌حنفي د طالبانو د حکومت له لوري د مخکني حکومت چارواکو او کارکوونکو ته اعلان شوې «عمومي بخښنې» ته په اشارې وویل: « کرزي نه لوی مجرم به وي څوک؟ د ډاکټر عبدالله نه لوی مجرم څوک و؟ اسلام امارت هغوی ته حافظت ورکوي‌،‌ نورو ته به نه ورکوي؟ د مسلمیار نه به لوی وي،‌ مجرم؟ چې د هغوی ټولې سوانح موږ ته معلومیږي،‌ اسلامي‌امارت ته. لیکن موږ په نفس باندې پښه کېښوده.»

د افغانستان د مخکني حکومت دا درې واړه چارواکي په کابل کې دي او د ځینو بهرنیو هېوادونو او سازمانونو له استازو سره هم ملاقاتونه کوي.

تر دې دمه یوازې ښاغلي کرزي د دغه طالب چارواکي د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د ښاغلي کرزي په رسمي فیسبوک او ټویټرکې نن چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) لیکل شوي: «د افغانستان پخوانی جمهور ریس حامد کرزی د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼي خو توصیه ورته کوي چې ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده.» ‌

د حامد کرزي ټویټ
د حامد کرزي ټویټ


دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت یو چارواکی په عام محضر کې د افغانستان د مخکني حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي «لوی مجرمین» بولي.

د طالبانو حکومت وايي چې د مخکني حکومت مامورانو،‌ سرتېرو او کارکوونکو ته یې «عمومي بخښنه» کړې ده،‌ خو د بشري حقونو سازمانونه وايي‌ چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه یې راپورونه ترلاسه کړي‌ دي چې طالبانو د مخکني حکومت پخواني سرتېري او کارکوونکي نیولي، وهلي، بندي کړي‌ او آن وژلي دي.‌

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب هم څه موده مخکې ومنله چې په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو پخواني افغان سرتېري «وژلي»‌ دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر همدغه راز د مخکني حکومت له چارواکو سره د حساب او کتاب یادونه هم وکړه.

هغه د کوم پخواني چارواکي‌ نوم وانخیست خو وویل چې «په خارج ملکونو کې لوی لوی ستر ستر ابادیانې» یې جوړې کړې دي.‌

هغه وویل: «د ۵۰کلونو تاریخ وګورئ‌ چې د دغو خلکو څه کاروبار و او دوی څه کول.‌ دوی دومره لویه سرمایه له کوم ځای کړه. د دوی احتساب به کیږي. الله به یې کوي ‌او همدا مجاهدین به یې کوي.‌»

طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته ننوتل او بیا خپل سرپرست حکومت اعلان کړ چې تر دې دمه لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG