د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي د ترکمنستان د جمهور ریس قربانگلي بردی مخمدوف سره په داسی حال کی وکتل چی دواړه دغه مشران تهران ته په سفر تللي دي.
د ښاغلي کرزي دفتر په یوه خپاره شوي خبرلیک ویلی چی دواړه مشران د هغی پروژو په اړه غږیدلي چی د افغانستان له لاری پاکستان او هند ته گاز ولیږدول شي او همدا شان د ریل د هغی پټلۍ په اړه غږیدلي چی افغانستان د مرکزي آسیا سره ونښلوي او په هغو امکاناتو هم غږیدلي چی ترکمنستان د افغانستان سره د انرژۍ په برابرولو کی مرسته وکړي.
همدا شان د ترکمنستان جمهور ریس بردی مخمدوف ښاغلي کرزي ته بلنه ورکړې چی د ترکمنستان پایتخت عشق آباد ته د می د میاشتی په پای کی سفر وکړي.
دغه مشران د نړۍ د شپاړسو نورو مشرانو سره یوځای ایران ته تللی چی د ایران د نوی کال ( نوروز) په نمانځنه کې برخه واخلي.
ښاغلي کرزي پرون د ایران د جمهور ریس محمود احمدی نژاد سره وکتل.
د ایران دولتي ټلویزیون وویل چی دواړو مشرانو په افغانستان کی افغان قواوو ته د امنیتی مسؤلیت د سپارلو په پروسې، د منځني ختیځ د حالاتو او همدا شان په ایران کی د افغان زندانیانو په اړه خبری وکړې.
همدا شان د ایران جمهور ریسس احمدی نژاد د افغانی هیات نه مننه وکړه چی د نوروز په مراسمو کی یی گډون کړی او وویل چی هغه په دی عقیده دئ چی افغانستان په بشپړه توگه کولائ شي چی د خارجی مداخلی پرته د خپل ځان دفاع وکړي.