د لاس رسي وړ اتصالات

شیدا محمد: کرزی اوس هم پر خپل دریځ ولاړ دی


د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک کولو لپاره د افغان ولسمشر حامد کرزي په دریځ کې هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی. دا خبره په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي نن له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکې کې وکړه. ښاغلی ابدالي وايي له هندي مشرانو سره د امینتي تړون په هکله خبرې وشوې خو ولسمشر حامد کرزی اوس هم په دې ټینگار کوي چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو څخه د مخه دې امریکا د افغانستان شرطونه و مني.


د یادولو وړ ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي جیمر ډابنز هیله څرگنده کړې وه چې هند به په افغانستان باندې د خپل نفوذ له لارې وکړای شي ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کولو ته و هڅوي.

ولسمشر کرزي د امینتي تړون د لاسیلک کولو لپاره په افغانستان کې د بشپړه سولې او په راتلونکو انتخاباتو کې نړیوالو له خوا د نه لاس وهنې شرطونه ایښي دي، خو امریکا غواړي دغه تړون دې بې له کومه شرطه ژر تر ژره لاسلیک شي.

په هند کې د افغانستان له سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي سره مرکه په لاندي لینک کې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG