د لاس رسي وړ اتصالات

په هندي کشمیر کې په تاوتریخوالي کې ۲۰ تنه ووژل شول


هندي چارواکو ویلي دي چې په هندي کشمیر کې په یو لړ حملو کې چې ملامتي یې پر مبارزینو باندي اچول کیږي ٢٠ کسه چې ١١تنه د امنیتي چارو کار کونکي وو وژل شوي دي.

هندی پوځیان د هغو مشکوکو وسله والو د مړو تر څنگ ولاړ دی چې د جنگال په سیمه کې په ډزو کې وژل شوي دی .
هندی پوځیان د هغو مشکوکو وسله والو د مړو تر څنگ ولاړ دی چې د جنگال په سیمه کې په ډزو کې وژل شوي دی .

تر ټولو سخته حمله هغه وخت وشوه چې مبارزینو چې ې کې ۴٧ ډوله ټوپک او بم لانچرونه ورسره وو تر سپېدو داغ مخکې په ( یوري) کې د پوځ په یوه کمپ باندي ډزي وکړې. دغه کمپ د کنټرول د کرښي په اوږدو کې دی چې هند او پاکستان سره بېلوي.

د پوځ چارواکو هغه د ځانمرگه حمله بللې او ویلي یې دي چې په متقابلو ډزو کې شپږ تنه مبارزین وژل شوي دي. د پوځ یو لوړ پوړی صاحب منصب هم په وژل شوو کسانو کې و.

له بلي خوا په سرینگر کې په مبارزینو باندي د پولیسو په حمله کې دوه تنه مبارزین وژل شوي دي. او د کشمیر په جنوب کې د ( ترال) په ښارگوټي کې کله چې یوه مبارز په یوه موټر باندي د لاسي بم حمله وکړه، یو ملکي کس ووژل شو او څو تنه نور زخمیان شول.

د جمعی د ورځي د تشدد په پېښو کې زیاتوالې د هند د کورینو چارو وزیر رجنات سنگ دی ته وهڅاوه چې په پاکستان باندي انتقاد وکړی چې تروسټانو ته یې پناه ورکړی. هغه وویل ،، زه داسي فکر کوم چې پاکستان باید دا هڅه وکړې چې ددغسي بریدونو مخه ونیسي، او که دوی دا کار نیسي کولي نو دوی باید د هند سره په دی اړه خبره وکړی.

د سرینگر د رایو اچونې د یوه مرکز دباندی کشمیریان په قطار کې خپل وار ته انتظار دی
د سرینگر د رایو اچونې د یوه مرکز دباندی کشمیریان په قطار کې خپل وار ته انتظار دی

نوي ډلې په هندی کشمیر کې تشدد او جنگ جگړې په هغو وسله والو جنگیالو وراچوي چې د سرحد له هغي خوا د پاکستان د جنجالي سیمې څخه را اوړی، مگر دا تور اسلام اباد ردوي.

رجنات سنگ زیاته کړه هغه کسان چې په دی ډول بریدونو کې برخه اخلي په پاکستان کې پټیږي، نو آیا پاکستان باید ددی په اړه ځواب ونه واېې؟

تراوسه سمدستې د پاکستان لخوا ددی تبصرو په اړه څه نه دی ویل شوي.

په هندی کشمیر کې محلی انتخابات د نومبر د ٢٥ رایسي پیل شوی دی او په پنځو پړاونو کې به تر سره کیږی.له هغه راهیسي د تشدد په پیښو کې زیاتوالي راغلي دی. که څه هم چې جدایي غوښتونکو د مسلمانو رایه ورکونکو څخه غوښتنه کړی وه چې په انتخاباتو کې دی برخه نه اخلي خو بیا هم د رايه اچوني کچه ډیره لوړه ده.

د جمعي د ورځي دا حملې په داسي وخت کې شوي دي چې د هند صدراعظم نریندره مودی د انتخاباتې کمپاین په یوه غونډه کې د گډون دپاره د دوشنبې په ورځ سرینگر ته ځي.

XS
SM
MD
LG