د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان کې اعتراض کوونکو دولتي ودانیو ته اور اجولی؛ حکومت استعفا کړې 


قزاقستان د چهارشنبې په ورځ جنورۍ پنځمه (مرغومي ۱۵) وروسته له هغې په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ چې مظاهره کوونکو دولتي ودانیو ته اور واچوه.

دا د پخواني شوروي اتحاد پدې تر سخت کنترول لاندې هیواد کې څه دپاسه د یوې لسیزې راهیسې تر ټولو سخته ناارامي ده.

ددې هیواد د کابینې استعفا ونشو کړای چې د مظاهره کوونکو غوسه ارامه کړي. هغوی د نوي کال د پیل راهیسې د تیلو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې لارو کوڅو ته وتلي دي.

د انستاګرام په یو مستقیم رپوټ کې ښودل شوي چې د پلازمېنې الماتای د ښاروال دفتر د اور په لمبو کې سوځیږي او شاوخوا د ډزو اوازونه اوریدل کیږي. آنلاین خپرې شوې ویدیوګانې هم ښیي چې د څارنوالۍ ودانۍ هم اور اخیستی دی.

د قراقستان خبري پاڼې «زاکن» ویلي چې زیات شمیر مظاهره کوونکو چې پر دولتي ودانیو یې برید کړی مخونه یې پټ کړي دي.

د رویترز اژانس وایي د دوی ژورنالیستانو د چهارشنبې په سهار په زرګونو مظاهره کوونکي لیدلي چې د الماتای ښار مرکز ته یې د رسیدلو هڅه کوله او امنیتي ځواکونو پرې اوښلن ګاز استعمالاوه.

د ښار د پولیسو رئیس ویلي چې د الماتای ښار د «سخت دریځو او افراطیانو» له خوا تر برید لاندې دی چې شاوخوا ۵۰۰ ملکي وګړي یې وهلي او په سلګونو سوداګرۍ یې لوټ کړي دي.

ددې هیواد د جمهوري ریاست د فرمان له مخې په هیواد کې بیړنی حالت اعلان شوی او په وینا یې «هیوادوالو ته د مستقیم او جدي امنیتي خطر په وجه» په پلازمینه نور سلطان ښار کې د شپې په ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.

د نیټ بلاکز پاڼه چې د انټرنیټ نړیوال اتصال څاري ویلي چې ددې هیواد مقاماتو د اعتراضونو د زیاتیدو په ترڅ کې ددې هیواد انټرنیټ بند کړی.

قراقستان ددې هیواد د پخواني مشر نور سلطان نظربایف د درې لسیزو مطلقه واکمنۍ په نتیجه کې د سیاسي ثبات شهرت ترلاسه کړی و چې ددې هیواد د تیلو او فولادو په کانونو کې یې په سلګونو میلیارد ډالر بهرنۍ پانګونې راجلب کړې وې.

قزاقستان د روسیې نژدې متحد هیواد دی او کریملن ویلي دي چې دوی تمه لري دا هیواد ډیر ژر خپل داخلي ستونزې حل کړي او بهرنیو هیوادونو ته یې د قزاقستان په چارو کې د مداخلې په اړه خبرداری ورکړی دی.

د قزاقستان د سوداګرۍ د هڅونې ډلې «اتامیکن» ویلي د دوی غړو د تیلو په ټانکونو، مغازو او رستورانونو باندې د بریدونو رپوټ ورکړی دی.

د الماتای ښار د روغتیا څانګې ویلي چې د ۱۳۷ پولیسو په ګډون ۱۹۰ کسانو سره یې روغتیایي مرستې کړي دي. مقاماتو له خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي. پولیسو تر اوسه څه دپاسه ۲۰۰ کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG