د لاس رسي وړ اتصالات

کیت ایلیسن: غواړم د داعش ایدیالوژي له منځه یوسم


د متحده ایالاتو د کانگرس یوازنی مسلمان غړی وایي د داعش د ډلې ټول خوځښت په درواغو ژمنو ولاړ دی. کیت ایلیسن د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې داعش ادعا کوي چې په دې دنیا کې به یو ډول اسلامي جنت جوړ کړي، خو حقیقت دا ندی.

د متحده ایالاتو د کانگرس د لومړني مسلمان غړي کیت ایلیسن نوم د داعش له خوا په هغه لست کې شامل دی چې وایی مړ به یي کړي.

پدې مرکه کې ښاغلی ایلیسن داعش ته مخامخ ځواب ورکوي چې هغه د داعش د ډلې څخه نه ډاریږي. ایلیسن وايي متحده ایالات باید په افغانستان کې د سولې د ټینگښت لپاره پر غیر پوځي ستراتیژیو تکیه وکړي.

د امریکا د کانگرس غړي دا هم وویل چې ددې دپاره ښه وخت دی چې افغانستان امریکا او پاکستان د درې اړخیزو مذاکراتو په ترڅ کې د ایساف د نورو غړو هیوادونو په شمول پدې غور وکړي چې د پاکستان څخه څه ډول غوره او ریښتونې همکاري تر لاسه کولای شي.

د کیت ایلیسن سره د ښایسته سعادت لامع بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG