د لاس رسي وړ اتصالات

کیري د اروپايي اتحاد او مینځني ختیځ د سفر په پیل کې د بریتانیې د مشرانو سره وکتل


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د دوشنبې په ورځ د بریتانیې د لومړي وزیر ډیویډ کیمرون او د باندندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ سره وکتل.

ټاکل شوې چې ښاغلی کیري به اروپا او مینځني ختیځ ته په خپل سفر کې د جرمني، فرانسې، ایټالیا، ترکیې، مصر ، سعودي عربستان،عربي متحده امراتو او قطر د مشرانو سره وګوری. دا لومړی ځل دی چې نوموړی د باندنیو چارو د وزیر کیدو نه وروسته دغو هیوادونو ته سفر کوي.


د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې د ښاغلي کیري په دې سفر کې چې هغه ورته ،،نورو ته د غوږ نیولو،، د سفر خطاب کړی دی د سوریې موضوع ته زیات اهمیت ورکړل شوی دی. نوموړی به خپل د سفر په ترڅ کې د سوریې د مخالف ایتلاف د مشرتابه سره هم وګوري.

دغه راز ویل کېږي چې ښاغلی کیري به په برلین کې د خپل روسي انډول سرګي لاروف سره هم وګوري. واشنګټن او ماسکو د سوریې د لانجې د حل په برخه کې بیلابیل دریځونه لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې د امریکا د هغه پلان له کبلې سړې شوې چې غواړي په اروپا کې د میزایلو دفاعي سیستم نصب کړي.
XS
SM
MD
LG