د لاس رسي وړ اتصالات

کیري د مینځني ختیځ هلې ځلې زیاتې کړي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د اوردن او اسرایلو ترمنځ تګ و راتګ کوي چې د اسرایلو او فلسطین ترمنځ دریدلي د سولې خبرې بیرته پیل شي.

د امریکا دغه جګپوړي ډيپلومات د جمعې په ورځ د فلسطین د مشر محمود عباس سره په عمان کې وکتل او وروسته په بیړه بیرته بیت المقدس ته ولاړی چې د اسرایلو د لومړي وزیر بن یامین نیتانیاهو سره وګوري. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دا دویم ځل دی چې ښاغلی کیري د اسرایلو د لومړي وزیر سره ګوري.


د باندنیو چارو وزیر کیري وویل چې هغه د سولې د خبرو د بیا پیلیدو دپاره مهلت نه ټاکي خو خبرداری یې ورکړ چې په خبرو کې تعطیل به خلا رامنځ ته کړي چې وروسته به بیا دغه خلا د هغو کسانو له خوا ډکه شي چې نه غواړي چارې پر مخ ولاړې شي.
XS
SM
MD
LG