د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ ته د سولې لپاره د جان کیري د هڅو بل سفر


د متحده ایالاتو خارجه وزیرجان کیري نن د ېکشنبې په ورځ منځني ختیځ ته ځي چې په سوریه کې د سیاسی ثبات او کرارۍ د راوستلو او د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد د پای ته رسولو کوښښ وکړي.

خارجه وزیر کیري لومړی متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. عربی امارات د سوریې د ملاتړ په نوم د هغې نړیوالې ډلې غړیتوب لري چې په روانه میاشت کې یې په ویانا کې د سوریې د بحران د سیاسي حل په خاطر یو نړیواله غونډه جوړه کړه.

ددې ډلې غړي چې د سوریی د رژیم او د رژیم د وسله والو مخالفانو استازي یی په مذاکراتوکی برخه نه لري، غواړي چی د سوریې حکومت مخالفې ډلې سره نږدې کړي. جان کیري په دی اړه داسی وویل:

" مونږ اوس داسې مرحلې ته داخل شوي یوو چې دحکومت مخالفان په دې اړه پریکړه وکړي چی څوک به په راتلونکو مذاکراتو کی استازيتوب کوي."

یوه بله مهمه موضوع چې جان کیري غواړي په سیمه کې له خپلو انډیوالانو سره پرې خبرې وکړي، د داعش یا اسلامی دولت د ډلې موضوع ده.

متحده عربی امارات دهغو عربي هیوادونو په ډله کې شامل دی چی په سوریه او عراق کې یې د داعش پرضد د امریکا ترمشرۍ لاندې په نړیوال هوایي ائتلاف کې فعاله ونډه اخیستی ده.

د اسرائیل او فلسیطین تر منځ د سولې هڅې:

پدې سفر کې جان کیري اسرائیل ته وروسته له هغه سفر کوي چې صدراعظم بینیامین نیتنیاهو واشنگټن ته سفر کړی و او د جمهور رئیس اوباما په شمول یې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره د ایران، اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د وروستیو شخړو په باب په تفصیل مذاکرات وکړل.

امریکایي او اسرائیلي مشران هڅه کوي دوه اړخیزې اړیکې چې له ایران سره د اټومي موافقې نه وروسته د اسرائیلو د صدراعظم د کلک مخالفت له امله سړې شوي ، عادي حالت ته وگرځوي.نیتنیاهو د ایران په اړه وایی:

" ترټولو لومړی کار چې نړیواله ټولنه یې باید وکړي، پر ایران دی خپل فشار دومره زیات کړي چې د شوې موافقې په باب د خپلو مسؤلیتونو پوره کولو ته په سمه توگه غاړه کښږدي.‌ دویمه دا چې په سیمه کې باید د ایران د ښکاره تجاوز او ټروریزم مخه ونیسي."

یوه بله مهمه موضوع چې جان کیري به په دې سفر کې ورته زیاته توجه کوي، د فلسطین او د اسرائیلو د مشرانو ترمنځ د تشنج د کمولو موضوع ده. د روان تشدد له امله د اتیاو نه زیات فلسطینیان او کم ترکمه پنځلس اسرائیلیان وژل شوي دي.ځینی کارپوهان په دې نظر دي چې د کیري لپاره به ډیره گرانه وي چې دغه ستونزه دومره زرحل کړي.

د واشنگټن د بروکینگزد موسسیی کارپوه خالد ائلگینډي وایی:

"دا یوه داسې مسله ده چې دواړه خواوې د متحده ایالاتو مشورې ته غوږ نه نیسی. په دې کې هیڅ شک نه و چې په اسرائیلي مشرانو د امریکا نفوذ کم شوی دی، خو اوس د فلسطین مشران هم ورته ډیرغوږ نه نیسي."

خالد ائلگینډي وایې " په داسې حال کې چې د اسرائیلو اوامریکا موجوده حکومتتونه د یوله بل سره مینه او محبت نه لري، خو پریکړه یی کړی چی د مهمو مسایلو په باب به همکاري جاري ساتي."

XS
SM
MD
LG