د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د یوه نا اعلان شوي سفر په لړ کې افغانستان ته رسیدلی دی او د افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په هکله خبرې اترې کړي دي. ددغه تړون د لاس لیکېدو دپاره تاکل شوې نېټې رانږدې کېږي.
امریکا او افغانستان هڅه کوي چې د روانې میاشتې تر پایه پوري یوه داسي موافقتنامه لاس لیک کړي چې په لړ کې یې محدود امریکايي ځواکونو د راتلونکي کال د پای نه وروسته هم په افغانستان کې پاته شي. ټاکل شوې چې ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.
د یوه کال نه زیات وخت کېږي چې د امنیتي تړون په هکله د واشنګټن او کابل ترمنځ خبري په ټپه ولاړې دي او مهمې مسلې چې د دواړې خواووې پرې اختلافات لري، د افغانستان د ارزي تمامیت مسله ده، د امریکايي ځواکونو د نقش مسله ده او پر افغانستان باندي د نورو هېوادونو د حملې په مقابل کې د امریکا د ضمانت مسله ده.
که چیري په دې برخه کې موافقه حاصله نشي نو امریکايي ځواکونو به د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغانستان څخه ووځي.
ولسمشر اوباما په یوې وروستۍ مرکې کې وویل چې که چیري د افغانستان او امریکا ترمنځ موافقه حاصله نشي نو امریکا به خپل ټول عسکر د افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې راوباسي.