د پاکستان د تحریک لبیک پاکستان مشر او بنسټ ایښودونکی، خادم حسین رضوي د لاهور په یو روغتون کې مړ شوی.
رضوي ۵۴ کاله عمر درلود او کلونه د دغه سخت دریځه حزب مشر پاتې شوی و. هغه په پاکستان کې اسلامي مقدساتو د سپکاوي د قانون د تعدیل ضد وو او په دې وروستیو کې یې د فرانسې خلاف ګڼې مظاهرې هم ترتیب کړې وې.
ددغه حزب ویاند د رضوي د مړیني په اړه ډیر معلومات نه دي ورکړي خو دومره یې ویلي چې هغه تیره شپه ۱۹ نومبر (لړم ۲۹) د سختې تبې له کبله مړ شوی دی.
رضوي په کال ۲۰۱۵ کې د تحریک لبیک پاکستان د ګوند بنسټ کیښود او په هماغه لومړیو ورځو کې یې د پنجاب د والي د هغه محافظ د اعدام کیدو مخالفت وکړ چې والي یې په کال ۲۰۱۱ کې وژلی وو.
د پنجاب والي مقدساتو ته د توهین په قانون کې د ځینو اصلاحاتو غوښتونکی و.
مقدساتو ته سپکاوې نن سبا په پاکستان کې په یوې ډیرې حساسې موضوع بدل شوی او وخت په وخت دغه هیواد کې د اسلام دین ته د توهین په تور خلک په مرګ محکوم کیږي.