د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي : طالبان د جګړې له لارې هدف نه شي ترلاسه کولی


Karim-Khalili
Karim-Khalili

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي که څه هم د کابل او هرات ولایتونو کې د وروستیو تروریستي بریدونو کې د لاس نه لرلو په اړه د طالبانو د چارواکو د څرګندونو ستاینه کوي، خو وایي چې دا ډله نه شي کولی چې په زور خپل اهداف ترلاسه کړي.

ښاغلي خلیلي نن د جمعې د لمانځه وړانډې د کابل ښار په لودیځ کې د لمونځ کوونکو یوې غونډې ته وینا کوله له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر سره دې یوځای شي.

ښاغلي خلیلي وویل سوله د تسلیمیدو پر معنی نه ده.

ښاغلي خلیلي وویل" له دغه ممبر څخه یو ځل بیا پر وسله والو مخالفانو او په ځانګړي ډول د طالبانو پر تحریک غږ کوم که هغوی غواړي چې د جنګ له لارې خپل هدف ته ورسیږي نو ډیره اشتباه کوي".

هغه وویل چې جنګ د جګړې یوې غاړې ته هم د حل لار نه ده.

د افغانستان د سولې غالي شورا رئیس د طالبانو له خوا د کابل او هرات په وروستیو بریدونو کې د لاس نه لرلو او د دغې ډلې له خوا د دغو بریدونو د غندنې په اړه د طالبانو د چارواکو څرګندونې هم وستایلې او ویې ویل چې دا د سولې په برخه کې یو ښه ګام کیدای شي.

محمد کریم خلیلي په کابل کې د افغان حکومت پر وړاندې د اعتراضونو او ځینو سیاسي ډولو وروستیو دریځونو ته په اشارې وویل چې

د طالبانو د مشر د اختر پیغام

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس د دغو څرګندونو وړاندې د طالبانو مشر ملا هیب الله اخوند د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې چې د طالبانو مشر اشغال یاد کړی، سوله نه کوي.

د طالبانو د ویاندویانو له خوا رسنیو ته د طالبانو د مشر په دغه استولي بیان کې ویل شوي " امریکایان هم باید د واقعیتونو په درک کولو سره د جهادي مقاومت د مقابلې په ځای د افغان مجاهد اولس د قانوني غوښتنو په منلو سره له دیپلوماتیکو لارو خپله ستونزه حل کړي،دسولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی د اشغال په ختمېدوسره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده ،د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ایز حل د موندلو دنده سپارلې ده ".

طالبانو ویلي چې نه د بل هیواد په چارو کې لاس وهنه کوي او نه هم بل چا ته د دې اجازه ورکوي چې افغانستان د نورو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

همداشان طالبانو په دغه بیان کې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتیرو راتګ په دغه هیواد کې د جګړې د اوږدیدو په معنی ګڼل شوی دی.

د طالبانو مشر ویلي " هغوی چې پر افغانستان یې د امنیت د تأمین په پلمه برید کړی اوس یې له امله ټوله سیمه نا آرامه کړې، دا چې هغوی هرڅومره دلته د خپلو ځواکونو په پاتي کولو او یا هم زیاتولو ټینګار کوي، هغومره به ورسره منطقوي حساسیت زیاتیږي او په نتیجه کې به یې د افغانستان په شمول ټوله سیمه نوره هم بې ثباته کیږي ".

د طالبانو مشر په خپل دغه پیغام کې د قطر او یو شمیر عربي هیوادونو ترمنځ رامخې ته شوي جنجال په اړه هم حفګان ښودلی او د دغو هیوادو یې د سولې له لارې د دغې ستونزې د هوارولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG