د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد طالبانو سره تړون کې د "موجوده ستونزو" په اړه خبرې کړې


افغان حکومت تر دا مهاله ۳۶۱ طالب بندیان ازاد کړي دي
افغان حکومت تر دا مهاله ۳۶۱ طالب بندیان ازاد کړي دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې ښاغلي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د «امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې د موجوده ستونزو» په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد نن سه شنبه اپریل۱۴ (وري۲۶) هم له طالب استازو سره وګوري، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې دوی تېره ورځ له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو له قوماندان سکاټ میلر سره لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک، د بندیانو خلاصولو ځنډېدو او له یاد تړون څخه د سرغړونو په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې په دغه لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد ال ثاني هم حضور درلود.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر تېره اونۍ هم له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی و.

قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر پر داسې مهال تر سره کیږي چې افغان حکومت تر دا مهاله ۳۶۱ طالب زندانیان له بګرام زندان څخه ازاد کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو په اساس ټاکل شوې د ولسمشر غني د حکم پر اساس ۱۵۰۰طالب بندیان د افغانستان له زندانونو څخه ازاد شي.

تر دې مخکې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون وروسته د افغان حکومت له زندانونو څخه د خپلو ۵۰۰۰ زندانیانو د ازادولو غوښتنه کړې وه.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د یکشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د افغان حکومت د ۲۰ بندي سرتیرو د خلاصولو خبر ورکړ.

د سره صلیب ادراې ویلي چې یاد زندانیان یې له طالبانو څخه تر تسلمېدو وروسته د کندهار والي دفتر ته سپارلي دي، افغان حکومت تر دا مهاله د طالبانو لخوا د ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو خلاصولو هر کړی و او هغه یې د سولې بهیر او تاوترخیوالي کمولو په برخه کې مهم ګام بللی و.

XS
SM
MD
LG