د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان له امریکا غواړي د بندیانو ازادولو موضوع حل کړي


څرخې پله کې طالب زندانیانو له بهرنیو خبریالانو سره د مرکې پرمهال
څرخې پله کې طالب زندانیانو له بهرنیو خبریالانو سره د مرکې پرمهال

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر وايي، افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادلو بهیر ځنډوي او دوی به اوس له امریکا وغواړي چې د بندیانو ازادلو موضوع حل کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون سه شنبه اپرېل ۷ (وري ۱۹) امریکا غږ ته وویل له افغان حکومت سره د دوی د تخنیکي ټېم لیدنې غیر موثرې وې او هغه یې درولي دي.

خو افغان حکومت ویلي چې طالبان بهانې کوي او د خپلو هغو ۱۵ مهمو قوماندانو د ازادولو پر غوښتونې ټینګار کوي چې په لویو بریدونو کې لاس لري.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ روانه اونۍ خبریالانو ته وویل چې «د دغو کسانو لاسونه د ملت په وینو سره دي د ۱۵ مشخصو کسانو پر خوشي کولو ټینګار، ملت زموږ څخه ځواب غواړي.»

طالب ویاند سهیل شاهین بیا وايي، چې یاد ۱۵ کسان مهم قوماندانان نه دي بلکې هغه کسان دي چې کولای شي د نورو زندانیانو په پيژندلو کې مرسته وکړي.

شاهین امریکا غږ ته وویل که چیري امریکا پر خپلې ژمنې عمل ونه کړي، د نورو افغانانو سره د سولې خبرو بهیر به مخته ولاړ نشي.

خو په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې طالب بنديان به له قید او شرط پرته ازاد نه شي.

عمر وویل چې افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو ته ژمن دی،خو د دواړو لورو د بندیانو ازادول متقابل نیت ته اړتیا لري.

طالبانو روانه اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره امریکا او د هغوی ملګري د دغه ډلې پر سله والو د هوايي او ځمکنیو بریدونو، شپنیو چاپو او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو ازادولو په برخه کې د ځنډ رامنځته کولو له امله د دوحې د سولې څخه په سرغړونې تورن کړل.

دغه ډلې ویلي و که چیري ورته سرغړونې دوام پیدا کړي، دا به د سولې تړون ته زیان ورسوي چې له امله به یې طالبان هم متقابل غبرګون ته وهڅوي.

خو په کابل کې د امریکا ځواکونو ویاند د طالبانو ادعا رد کړه.

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر لخوا لاسلیک شو ټاکل شوې وه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان په لسو ورځو کې د افغان حکومت له زندانونو او ۱۰۰۰ افغان سرتیري د طالبانو لخوا ازاد شوي وای چې تر دا مهاله ځنډېدلي دي.

د بندیانو تر ازادولو وروسته ټاکل شوې وه چې په بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو تر اوسه نه دي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG