د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د سولې خبرو په بیا پیل کیدو کې باید هیڅ ځنډ رانشي


د افغانستان د سولې خبرې د مرغومي تر ۱۶مې ځنډیدلي دي.
د افغانستان د سولې خبرې د مرغومي تر ۱۶مې ځنډیدلي دي.

د افغانستان د سولې د خبرو په هکله د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې باید په ټاکلي وخت بیرته پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد نن دوشنبه، ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) په ټویټر کې لیکلي چې له بده مرغه لا هم جګړه روانه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې. خلیلزاد لیکلي، " سیاسي توافق، د تشدد کموالی او اوربند ضروري دي".

د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د افغانستان د حکومت د استازو د خبرو په بیا پیل کیدو کې باید هیڅ ځنډ ونشي او د جنوري د میاشتې په ۵مه (مرغومي ۱۶) په ټاکلي وخت بیرته پیل شي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي و چې د اجنډا د موضوعاتو د لا روښانتیا لپاره د سلا مشورو په خاطر د مذاکراتو دویم پړاو به د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۶مې پیل شي.

تر اوسه نه د افغانستان حکومت او نه هم طالبانو ویلي چې د سولې د خبرو دویم پړاو به په کوم ځای کې وي خو د افغانستان حکومت په طالبانو غږ کړی چې دا ځل دې په افغانستان کې دننه خبرو ته کښیني.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د دوشبنې په ورځ د کابینې په غونډه کې د ملي امنیت د شورا د سلاکار د خبرو په تائید چې د طالبانو نه یې په افغانستان کې د مذاکراتو غوښتنه کړې وه ویلي چې، "که طالبان ادعا لري چې د افغانستان په خاورې کې دي، نو ولې په افغانستان کې مذاکرات نکوي؟"

ښاغلي غني همدرانګه ویلي طالبان چې د افغانستان په هره سیمه کې وغواړي د افغانستان حکومت چمتو دی چې د هغوي سره پکې خبرو ته کښیني.

طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت دې غوښتنو ته ځواب ندي ویلی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی پداسې وخت کې د تشدد د کمیدو او اوربند غوښتنه کوي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې چاودنې او جګړې شویدي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ تازه جګړه د کندز په ولایت کې شوې ده.

د دې ولایت یوې حکومتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته ویلي چې د طالبانو ډلې تیره شپه د امام صاحب د ولسوالۍ په امنیتي پوستو برید وکړ چې ۱۰ افغان امنیتي عسکر پکې ووژل شول او ۳ یې ټپي شول.

تر دې وړاندې همدرانګه د کندهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي و چې د صفر۳ ځانګړي قطعې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ارغنداب ولسوالۍ په شوینانو، خانه ګرداب او شاتوري سیمو کې په لسګونو وسله وال طالبان وژل دي.

چارواکو ویلي و چې په عملیاتو کې د ۶۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ یې ټپي شوي.

ویل کیږي چې په وژل شویو کې ۷ یې ځانمرګي برید کوونکي و.

XS
SM
MD
LG