د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغان حکومت مذاکراتي پلاوى د مذاکراتو اړوند مشورو لپاره کابل ته ځي'


د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې مرکچي پلاوی د سولې اجنډا د څرنګوالي په اړه د حکومت مشرتابه او سیاسينو سره د مشورې لپاره نن دوشنبه دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) له دوحې نه کابل ته ځي.

د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبه سرابي خبریالانو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې په تېرو میاشتو کې یې د طالبانو سره د سولې د اجنډا د عناصرو په اړه خبرې کړي ‌دي.

هغې ویلي: "په دې مودې کې پر اجنډا بحث شوی دی. ځینې داسې اړینې خبرې شته چې باید د دولت مشرتابه سره شریکې شي. له همدې کبله مرکچي پلاوی د رخصتی نه بلکه د مشورې کولو لپاره کابل ته ځي."

اغلې سرابي وویل چې مرکچي پلاوی به د سولې پاتې خبرې د مشرانو په لارښوونې په سرعت پر مخ یوسي.

له دې مخکې د افغانستان حکومت د سولې مرکچي پلاوي او طالبانو په یوې ګډې خبرپاڼې کې ویلي و چې د سولې خبرې د جنورۍ تر پینځمې نېټې پورې ځندول شوي دي.

د حکومت د پلاوي یو غړي نادر نادري ویلي چې د دواړو خواوو د هوکړې پر بنسټ د سولې خبرې به د راروانې جنورۍ پر ۵ پیل شي.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې خبرې د تېر سپټمبر پر ۱۲ په رسمي ډول د قطر پلازمېنه دوحې ښار کې پیل شوې.

د دغو خبرو شااوخوا دوه میاشتې وروسته دواړه خواوې لومړني هوکړې ته ورسېدل.

روانه اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وويل چې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو پاته پړاونه باید د هیواد دننه تعقیب شي.

XS
SM
MD
LG