د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: امریکا کولې شي "مسؤل" پاکستاني پوځیان تور لیست کې شامل کړي


زلمي خلیلزاد، په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر
زلمي خلیلزاد، په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر

د امریکا د متحدو ایالتونو یو پخوانی جګپوړی ديپلومات، زلمي خلیلزاد د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره "زړوره" او "عملي" بولي.

خلیلزاد چې په افغانستان، عراق، او ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې سپینه ماڼۍ په "ډیرې زړورتیا" له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان پر ملاتړ وضاحت ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام [اګست ۲۱] د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه. پدغې تګلارې کې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو امن پناه ځایونو ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که پاکستان ددغو پناه ځایونو په له منځه وړلو کې اقدام ونکړي نو اسلام آباد به ډیر څه له لاسه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې "دا وضعیت باید بدل شي او عاجل باید بدلون ومومي."

د زلمي خلیلزاد په وینا امریکا کولې شي پر پاکستان د خپلو مرستو د بندلو سربیره "هغه اشخاص او صاحب منصبان چې په پاکستان کې له ترهګرو او تُندلارو څخه د ملاتړ کولو مسؤل دي په یو تور لیست کې شامل کړي."

یو شمیر منتقدین وایې چې د پاکستان اردو له خپل سیال هندوستان سره د مقابلې په خاطر د نورو سختدریځو ترڅنګ افغان طالبان روزي. پاکستان دغه تورنه نه مني.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د پاکستان د ناغیړیو په تړاو د امریکا د ولسمشر تر سختو نیوکو وروسته، د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن هم اسلام آباد ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرۍ پر ضد متفاوته تګلاره غوره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد به یې پاکستان سره د مرستو په خاطر شرایط وضع کړي.

XS
SM
MD
LG