د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پاکستان سره افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو غږیدلی


سفیر خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام اباد ته تللی وو.
سفیر خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام اباد ته تللی وو.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ (لړم ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سفیر زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د ملکي او پوځي چارواکو سره افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو خبرې کړي دي.

دا اعلامیه وايي، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه په اسلام اباد کې صدراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو حکومتي چارواکو سره په جلا کتنو کې د افغانستان د سولې په روانو هڅو او په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي په کمیدو خبرې کړي دي.

دا اعلامیه وايي " همداشان هغه په دې کتنو کې د سولې د ټینګیدو له امله سیمې ته د اقتصادي او امنیتي ګټو د رسیدلو د اهمیت یادونه هم کړې ده".

اسلام اباد کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې سفیر خلیلزاد د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه سره د کتنې وروسته په دغه هیواد کې خپل سفر پای ته رسولی دی.

ښاغلي خلیلزاد د تیرې جولاۍ میاشت کې په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو سره د سولې د خبرو د بې پایلې پای ته رسیدلو وروسته د اکتوبر په ۲۰ مه یوځل بیاخپل د سولې ماموریت پیل کړی دی.

سفیر خلیلزاد د تیرې جمعې په ورځ ( اکتوبر ۲۵مه ) په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو په یوه څلوراړخیزه غونډه کې د ګډون وروسته په یو نااعلان شوي سفر افغانستان ته او بیا پاکستان تللی وو.

پاکستان صدراغطم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې صدراعظم عمران خان د سفیر خلیلزاد سره په کتنه کې هغه ته د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي عمران خان په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د عملي قدمونو د پورته کیدو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي دي، چې پاکستان چمتو دی، چې څه یې په توان او ممکن وي د یو ګډ مسؤلیت د یوې برخې په توګه یې د سولې د ژر هوکړې بشپړېدو لپاره تر سره کړي.

عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، امنیت، ثبات او هوساینه د پاکستان او سیمې په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG